ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټوليزو رسنيو د فعاليت او رامنځته کولو د څرنګوالي مقرره نافده شوه

د ټوليزو رسنيو د فعاليت او رامنځته کولو د څرنګوالي مقرره نافده شوه

author avatar
23 Jan 2016 - 19:35
د ټوليزو رسنيو د فعاليت او رامنځته کولو د څرنګوالي مقرره نافده شوه
author avatar
23 Jan 2016 - 19:35

کابل (پژواک ٣ سلواغه ٩٤): د عدليې وزارت په رسمي جريده کې د ټوليزو رسنيو د فعاليت او بنسټ اېښودو د څرنګوالي مقررې له خپرېدو وروسته، دغه مقرره نافذه اعلان شوه او له دې وروسته د ټولو رسنيو څښتنان اړ دي، چې دغه مقرره پلې کړي.

دغه موضوع نن په کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له نشراتي مرستيال سره د خبريالانو د مدافع بنسټونو د چارواکو تر منځ، نن په يوه ګده ناسته کې په ډاګه شوه.

د افغانستان د خبريالانو د ملي ټولنې اجرايي مشر فهيم دشتي وويل، دغه مقرره د روان کال د لړم مياشتې په  ١٦مه د عدليې وزارت په رسمي جريده کې په ٤ فصلونو او ٤١ مادو کې خپره شوې ده.

د هغه په وينا، ياده مقرره د روان کال د زمري مياشتې په ٢١مه چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د دولت په کابينه کې تر سره شوې وه، تصويب شوه، خو له خپرېدو وروسته يې تر اوسه پورې د رسنيو کوم څښتن په ياده مقرره عمل نه دى کړى.

دشتي وويل، په دغه مقرره کې د رسنيو د کارکوونکو د قراردادونو تنظيم، د بيمې حق، د ټپي کېدو له امتيازونو څخه برخمن کېدل، وژل کېدل يا معلوليت او معيوبيت، د تقاعد حقوق، اضافه کاري، له معاش سره د انتظار حالت او دغه ډول نور موارد روښانه مطرح شوي دي.

هغه زياته کړه: "له دې وړاندې د يوه قانوني لاسوند په نه شتون کې، د رسنيو ډېرى مالکينو د خپلو کارکوونکو د امتيازاتو حقونه تر پښو لاندې کول، پر دوى به يې ظالمانه کاري قراردادونه تحميلول او کله به يې چې کارکوونکو ته جسمي زيانونه رسېدل، د هغوى په اړه به يې ځان هېڅ مسوول نه باله."

د ژورناليستانو د ملي ټولنې اجرايي مشر څرګنده کړه، چې له دې ستونزو سربېره د رسنيو کارکوونکو د امتيازونو او حقونو د ټينګښت لپاره کومه قانوني مجرا نشته.

په (نۍ) موسسه کې د رسنيو د څار مسوول صديق الله توحيدي په دغه خبري ناسته کې وويل: "خبريالان او ورځپاڼه لرونکي، هغه وسيلي او يا ماشينونه نه دي چې هر وخت يې مالکان وغواړي، دوى استخدام او يا يې چې کله زړه وغواړي، دوى له دندو ګوښه کړي."

هغه زياته کړه، اوس د يادې مقررې په تصويب او نافذېدو سره د رسنيو مالکان اړ دي، چې د خپلو کارکوونکو حقونه او امتيازات په پام کې ونيسي او پر بنسټ يې کومه خصوصي رسنۍ نه شي کولى، چې له خپلو کارکوونکو سره د قانون خلاف خپل چلند وکړي.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر نجيب شريفي هم وويل چې د يادې مقررې د يوه مورد پر بنسټ، رسنۍ اړې دي چې د خپلو کارکوونکو مسلکي وړتيا او کاري تجربي ته په کتو سره له کلنۍ څېړنې وروسته د هغوى معاشونه زيات کړي.

د خبريالانو او رسنيو مدافع بنسټونو استازو د يادې خبري ناستې په پاى کې اعلان وکړ، چې د رسنيو کارکوونکي له خپلو مالکانو څخه د شکايت او د دوى د حقونو د نه رعايت پر مهال کولى شي، چې د خبريالانو او رسنيو مدافع بنسټونو ته ورشي، څو د دوى شکايتونو ته لاسرسى وشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيالې سيدې مژګان  مصطفوي وويل چې دغه مقرره د خبريالانو د کار په خونديتوب او د امنيت په ټينګښت کې يو ډېر ښه دروند سند دى او د خبريالانو لپاره يوه لويه لاسته راوړنه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.