پل علم (پژواک، ٣ سلواغه ٩٤): د لوګر چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو په ازرې ولسوالۍ کې د طالبانو د وسلو او مهماتو درې زېرمې کشف او ترلاسه کړې دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د سلواغې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته ګډو امنيتي ځواکونو د ازرې ولسوالۍ په زمان خېلو او قاسم خېلو سيمو کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د يادو عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو د وسله والو طالبانو د وسلو درې زېرمې کشف او ترلاسه کړې دي.
ده وويل چې له يادو زېرمو څخه دوه ميله توپ، پنځه کلاشينکوفونه، ٥٠ د راکټ مرمۍ، ٤٠ د توپ مرمۍ، ٤٢٠٠ د دهشکې مرمۍ، ٦ سوه د پيکا مرمۍ، ٢٢ د هاوان مرمۍ، ٩ لاسي بمونه، درې دوربين، درې مخابرې او يوه اندازه چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
د صالح په خبره چې له دغو زېرمو څخه ٦ سوه کيلوګرامه چرس او ترياک او دوه موټر هم امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
ده وويل چې د زېرمو د کشف او ترلاسه کولو پر مهال وسله والو طالبانو له امنيتي ځواکونو سره جګړه کړې ده چې له امله يې دوه طالبان وژل شوي او ٧ نور ژوندي نيول شوي دي.
دغه راز د ازرې ولسوال حميدالله حميد هم پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو درې د وسلو او مهماتو زېرمې کشف او ترلاسه کړې دي.
د هغه په اند چې د دې زېرمو په کشف او ترلاسه کولو سره به په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو جګړيز توان کمزورى شي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن