لښکرګاه (پژواک، ٥ سلواغه ٩٤): په هلمند کې د برېښنا رياست چارواکي وايي چې د دولتي ادارو تر څنګ يو شمېر عام خلک هم د دغه شرکت ١٢٠ ميليونه افغانۍ پوروړي دي.
د هلمند د برېښنا شرکت رييس نصرالله قانع د سلواغې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې د يو شمېر دولتي ادارو تر څنګ عام خلک هم د دغه شرکت پوروړي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په پوروړو دولتي ادارو کې د ولايت مقام اړوند مېلمستونونه او نور ځايونه، بست تصدي، زندان، د حجارۍ او نجارۍ فابريکه، د عامې روغتيا رياست او ځينې نور ادارې شاملې دي.
ده وويل: ((يو شمېر خلکو هم برېښنا لګولې ده خو پيسې نه دې تحويل کړې او په دې خلکو کې زورواکي هم شامل دي.))
هغه وايي چې په ټوليزه توګه خلک او دولتي ادارې د دغه رياست ١٢٠ ميليونه افغانۍ پوروړي دي.
قانع دا هم وويل: ((ما د ١٧٠ کسانو لېست برابر کړى او ډېر ژر به يې څارنوالۍ ته معرفي کړم؛ ځکه دا هغه کسان دي چې زموږ پيسې نه راکوي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ١٧٠ کسانو کې ٣٠ تنه يې دولتي کارکوونکي هم دي.
ده وويل که چېرې خلک او دولتي ارګانونه په وخت د برېښنا د لګښت پيسې ور نه کړي نو دغه شرکت بيا نه شي کولاى چې په سمه توګه خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
د يادې موضوع په اړه د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته له څه ويلو ډډه وکړه.
خو په هلمند کې د حجارۍ نجارې فابريکي مشر محمدلعل کارګر پژواک ته وويل چې دغه فابريکه د برېښنا د لګښت په برخه کې د برېښنا د شرکت پوروړې ده.
هغه زياته کړه: ((موږ منکر نه يو څو ځلې موږ ته مکتوب هم راغلى خو څه وکړو کارونه ضعيفه دي عايد نشته نو ځکه مو پيسې نه دي تحويل کړي.))
ده وويل چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د برېښنا رياست پرې برېښنا هم بنده کړې خو د دې موضوع د حل په برخه کې يې له سيمه ييزو چارواکو سره خبرې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن