د کانونو د زده کړې په ډګر کې د افغانستان، ایران او المان ترمنځ همکاري

کابل، د ۱۳۹۴ کال د سلواغې د میاشتې ۵مه نیټه -  افغانستان د کانونو په سکتور کې د بډایو سرچینو خاوند دی خو د ډیرو ننګوونو سره  هم مخامخ دی . دغه هیواد د سرچینو څخه د پوره ګټې اخیستنې دپاره د کانونو روزل شویو مسلکچیانو ته اړه لري. همدارنګه  د پوهې او تجربې د تبادلې دپاره د محققینو او ښوونکو د اړیکو د تامینولو په موخه د بین المللی شبکو منځته راوړل هم ضروري دي. سربیره پردې، په افغانستان کې امنیتی وضع په ساحه کې د عملي کارونو، څیړنو او عملي زده کړې په لاره کې خنډ ګرځي. له دې امله د تجربو د لاسته راوړلو په موخه د نورو هیوادونو سره همکاري حتی ډیره ارزښتناکه ده. هغه د تفاهم یادداشت چې نن لاسلیک شو د ایران، افغانستان او المان د هیوادونو ترمنځ  دکانونو په ډګر کې د همکارۍ د ټینګولو لاره هواره کړه. د ایران د علومو، څیړنو او تکنلوژۍ وزارت، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت او په افغانستان کې د کانونو د اکادمیکې زده کړې ادراه چې د المان له خوا تمویلیږي د نوموړي یادداشت لاسلیک کوونکي لوري وو.

د نوموړي یادداشت په لاسلیکیدو چې په افغانستان کې د المان سفیر ښاغلۍ مارکوس پوڅیل هم حاضر وو، او د درې اړخیزه همکارۍ په پیلولو سره  نه یوازې نړیوالې کچې ته د افغانستان د کانونو د اکادمیکې زده کړې د اوچتولو او  د کانونو د زده کړې د کیفیت د لوړولو بلکه همداراز د کانونو د زده کړې په ډګر کې د افغانستان، ایران او المان ترمنځ  د اړیکو د ټینګولو په لاره کې یو ارزښتناکه ګام اخیستل شویدی. په افغانستان د ایران سفیر ښاغلي محمدرضا بهرامي د لاسلیک د مراسمو په ترڅ کې  دد غې همکارې په ارزښت باندې ټینګار وکړ او داسې یې وویل: " مونږ خوشحاله یو چې دغه د تفاهم د یادداشت لاسلیک به د ایران د پوهنتونونو په مرسته په افغانستان کې د کانونو د زده کړې د یوه پروګرام د جوړولو په ډګر کې زمونږ درې اړخیزه اکادمیکه همکاري ټینګه کړي. بل څه چې زمونږ له نظره ارزښت لري هغه مثبت چلند دی چې د سیمي او د سیمې نه وړاندې هیوادونه په دې ډګر کې د افغانستان په ګټه  خپل ظرفیتونه سره یوځای کوي، چې په عین حال کې به د ټولې سیمې دپاره ګټور تمام شي. مونږ هیله لرو چې په نورو ډګرونو کې هم د همکارۍ په همداسې روحیې باندې تکیه وکړو."

د کانونو مسلکچیان به وکولای شي دعملي تمرینونو په یوې پراخې لړۍ لکه د نقشې ایستلو په کورس کې چې د ۲۰۱۶ کال د مارچ په میاشت کې د ایران د مځکې پیژندې د سروې د ادارې په همکاري جوړیږي او همداراز په یو لړتخنیکي روزنو کې چې د تهران د پوهنتون او د امیر کبیر د پوهنتون په همکاري پرمخ بوول کیږي برخه واخلي. بالاخره، د ایران د دولتي-خصوصي سکتور سره د یوې روزنیزې دورې پروګرام به افغاني زده کوونکو ته ددې امکان ورکړي چې خپل عملي تمرینونه په یوه مصئون چاپیریال کې چې د افغانستان سره د مځکې پیژندنې له نظره ډیر ورته والۍ لري ترسره کړي. په دې هکله د المان سفیر ښاغلي مارکوس پوڅیل هم وویل چې "د زده کړې په ډګر کې د درې اړخیزې همکارۍ پلۍ کول په سیمه کې یو ډیر ثبات جوړوونکی عامل دئ ."

د افغانستان د کانونو د اکادمیکو زده کړې اداره چې د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام یوه برخه ګڼل کیږي، د خپلو ملګرو پوهنتونونو په تیره بیا د کابل د پولیتخنیک پوهنتون، د کابل پوهنتون او د بلخ د پوهنتون سره د المان او ایران د پارتنرو نهادونو په همکارۍ د کانونو اړونده د زده کړې د موجوده پروګرامونو د عصري کولو په ډګر کې مرسته کوي. دلته عامه ادارې، حقوقو او اقتصادي علومو ته هم خاصه پاملرنه کیږي.  نوموړې اداره ډیر زیار باسي چې عملي روزنې او د سکالرشیپونو، د شبکو د جوړولو او د هیواد په دننه او بهر کې  د عملي تمرینونه له لارې اکادمیکې تبادلې ته په ملي او بین المللی کچه وده ورکړي . دا راز فعالیتونه  د افغان ځوانانو د مهارتونو د پیاوړي کولو او د هغوی د کارموندنې د لرلید دسمون سره مرسته کوي. دا د یوې ډیرې لویې موخې یعنې د افغانستان د اقتصادي پراختیا دپاره د دې هیواد د کانونو د سکتور د امکاناتو د ګټې اخیستنې یو شرط ګڼل کیږي.