صياد کې د ٤٥٠٠ کورنيو د اوبو ستونزه حل شوه

سرپل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٤): د سرپل د صياد ولسوالۍ په مرکز کې د اوبو د يوې چينې په کيندلو او د ٨ متره په اوږدوالي د يوه کانال په جوړولو سره د ٤٥٠٠ کورنيو د څښاک او کرهنيزو اوبو ستونزه حل شوه.

 د سرپل د کليو او پراختيا رييس انجنير احمد جاويد د يادې پروژې د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې د دغې پروژې کار د هالنډ هېواد د ١٣٠ زره امريکايي ډالرو په وړيا مرسته عملي شوى دى.

 نوموړي وويل، چې د يادې پروژې په عملي کېدو سره د صياد ولسوالۍ په مرکز او لسو کليو کې د ٤٥٠٠ کورنيو د څښاک او کرهنيزو اوبو ستونزه حل شوې ده.

 د صياد ولسوالۍ د مرکز يوه اوسېدونکي فيض محمد وويل، چې د صياد په مرکز کې د اوړي په موسم کې اوبه کميږي او د يو شمېر سيمو خلک د اوبو د کمښت له امله د څښاک اوبو پېرلو ته اړ کېږي.

 نوموړي زياته کړه، چې د يادو سيمو يو شمېر اوسېدونکي د اوړي پر مهال د ولايت له مرکز څخه په ټانکرونو کې اوبه راوړي.

 هغه اوبه د الله تر ټولو ستر نعمت وبللې او په دې خوشاله شو، چې د يادې پروژې په عملي کېدو سره د يادې سيمې د اوسېدونکو ستونزې حل شوې دي.

 د سرپل ولايت والي محمد ظاهر وحدت، د يادې پروژې د پرانيستې پر مهال د هالنډ هېواد د مرستې ترڅنګ د صياد ولسوالۍ د مرکز له اوسېدونکو وغوښتل، څو د يادې پروژې د ساتلو په برخه کې هڅه وکړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې په ياد ولايت کې دوه ورځې وړاندې ١٨ کړۍ نيمه ژورې څاګانې هم چې د هالنډ هېواد له لوري کيندل شوې وې، ګټې اخيستو ته سپارل شوې دي.