ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړى

په غور کې زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړى

author avatar
25 Jan 2016 - 13:48
په غور کې زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړى
author avatar
25 Jan 2016 - 13:48

فيروزکوه (پژواک، ٥ سلواغه ٩٤): د غور د زندان بنديانو د نه خوړو اعتصاب پيل کړى او ګواښ يې کړى چې تر څو يې ستونزې نه وي حل شوې، اعتصاب به يې دوام وکړي.

دوى له پژواک خبري اژانس سره د ټيلېفوني اړيکې له لارې وويل، چارواکو ورسره هغه مهال ناوړ چلند پيل کړ چې کله د زندان داخل ته د نشه يي توکو د ور وړلو خبر له رسنيو خپور شو.

د بنديانو په خبره، د زندان چارواکو بنديان په بېلابېلو بهانو وباسي، وهي يې او ګواښونه ورته کوي.

بنديانو د پرون ماسپښين له يوې بجې راهيسې اعتصاب کړى او وايي چې د زندان چارواکو ټولې راډيوګانې له زندانه ټولې کړې، بنديان يې له ټيلېفونه محروم کړي او ويلي يې دي چې تاسې ولې له رسنيو او بشري حقونو سره خبرې کوى.

يو زنداني چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته يې وويل، کله چې د بنديانو او د روږدو د درملنې مرکز له خوا زندان ته د نشه يي توکو د ور وړلو خبر خپور شو، اوس د زندان چارواکي سخت چلند کوي، بنديان په بېلابېلو بهانو ګواښي، حتى وهي يې او ټيلېفونونه يې ورنه ټول کړي دي.

هغه زياته کړه چې يواځې دا ستونزه نه ده، بلکې داسې کسان هم شته چې د زندان موده يې پوره شوې، خو نه دي خوشي شوي، يا د فرمانونو پر بنسټ د هغوى په بند کې تخفيف راغلى، خو لا هم فرمانونه نه دي عملي شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د غور ولايتي روغتون د روږدو د څانګې مشر ډاکتر محمدعمر لعلزاد او بنديانو ويلي وو چې نشه يي توکي له بهره زندان ته ور وړل کېږي.

د لعلزاد په خبره، تل د زندان په دننه د روږدو زندانيانو درملنه کوي، خو دا درملنه ځکه ګټوره نه ده چې نشه يي توکي له بهره زندان ته ور وړل کېږي او د روږدو شمېر لوړ شوی دی.

بنديانو ادعا کوله چې په زندان دننه کې کنټرول نشته؛ ځکه چې د زندان کارکوونکي له ځان سره نشه يي توکي راوړي او په زندانيانو يې په لوړه بيه پلوري او ګټه کوي.

خو د زندان مشر دا څرګندونې رد کړې او چلېنج يې ورکړى و چې که دا ادعا ثابته شي، نو استعفا به وکړي.

د عبدالعزيز په نوم يوه  بل بندي وويل چې له خپلو ګڼو حقونو محروم دي، د زندان خونې ډېرې سړې دي، مناسب خواړه نه ور رسېږي او خبرو ته يې هم څوک غوږ نه نيسي.

دغه بندي زياته کړه: ((تر څو چې پلاوى رانه شي او زموږ غوښتنو ته ځواب ونه وايي، موږ خپل اعتصاب ته دوام ورکوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.