ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د نيول شوو غاصبينو دوسيې څارنوالۍ ته استول شوې دي

په ننګرهار کې د نيول شوو غاصبينو دوسيې څارنوالۍ ته استول شوې دي

author avatar
25 Jan 2016 - 11:50
په ننګرهار کې د نيول شوو غاصبينو دوسيې څارنوالۍ ته استول شوې دي
author avatar
25 Jan 2016 - 11:50

جلال اباد (پژواک، ٥ سلواغه ٩٤): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې يې د دولتي ځمکو د غصب په تور ٤٦ کسان نيولي او دوسيې يې څارنوالۍ ته سپارلې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د سلواغې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه يې چارې چټکې کړې او تر دې مهاله يې ۴۶ تنه د ځمکو د غصب په تور نيولي .

هغه زياته کړه چې شاوخوا دوه زره جريبه دولتي ځمکه يې له غاصبينو خلاصه کړې او په دې تور د نيول شوو ٤٦ کسانو دوسيې څارنوالۍ ته سپارلې دي.

بلخوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال وايي چې ياد کمپاين يې په مرکز جلال اباد ښار، رودات، کامې، ښېوې، سره رود او بهسودو ولسواليو کې پيل کړی او ډېر ژر به نورو سيمو ته هم وغځول شي .

نوموړی پژواک اژانس ته وويل چې د ولايت مقام، امنيتي، عدلي او قضايي ارګانونو تر منځ په همغږۍ د غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په موخه عملي چارې پيل شوې دي.

د مشرقيوال په وينا، تر دې مهاله چې د يادو ارګانونو له خوا کومې چارې ترسره شوي، د ستاينې وړ دي خو لازمه ده چې د غاصبينو د نيولو او همدا راز د غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کېدو په موخه نور کوټلي ګامونه هم واخلي.

هغه زياته کړه، د دغو کمپاينونو په ترڅ کې تر اوسه ۴۶ تنه د غصب په تور نيولي او همدا راز شاوخوا ۲زره جريبه ځمکه يې له غاصبينو راګرځولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.