ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې د ښځو لاسي صنایعو ته بازار پیدا کړي”

“حکومت دې د ښځو لاسي صنایعو ته بازار پیدا کړي”

author avatar
26 Jan 2016 - 14:45
“حکومت دې د ښځو لاسي صنایعو ته بازار پیدا کړي”
author avatar
26 Jan 2016 - 14:45

مزارشريف (پژواک، ۶ سلواغه ۹۴): په مزارشريف کې د يوه نندارتون ګډونوالې وايي چې د ښځو د لاسي صنايعو پراختيا د هغو د اقتصاد د ودې لامل ګرځي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د سلواغې په ۶مه د افغانستان د خلکو د ملاتړ موسسې له خوا د ځينو مېرمنو بېلابېل لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شول.

په دغه نندارتون کې نږدې څلوېښت ډوله لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شوي وو چې ليدو ته يې د مېرمنو په ګډون د مدني ټولنو د فعالينو تر څنګ عام خلک هم ورتلل.

د افغانستان د خلکو د ملاتړ موسسې مسوولې مېرمن فرزانې رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغان مېرمنو لاسي صنايع چې څومره په بهر هېوادونو کې پلورل کېږي، دومره ورته په خپله افغانستان کې پاملرنه نه ده شوې.

نوموړې زياته کړه، لاسي صنايع هغه مهال ښه وده او پراختيا کولی شي چې په خپله افغانان دغه توليد ته ارزښت ورکړي.

د هغې په وينا، مېرمنې چې د صنایعو په تولید کې څومره زحمت ګالي، په هغه کچه امتیازات نه شي ترلاسه کولی.

مېرمن رحيمي وويل چې سوداګر په ډېره کمه بيه له افغان مېرمنو لاسي صنايع اخلي خو په بهر ملکونو کې يې په خورا لوړه بيه پلوري.

همداراز لا هم ځيني صنايع د ځينو سوداګرو د ناسمو چارو له امله نړيوال مارکېټ ته د نورو هېوادونو په نومونو وړاندې کېږي.

د هغې په وينا، نن يې د افغان مېرمنو د لاسي صنايعو نږدې څلوېښت بېلګې نندارې ته وړاندې کړې، چې له دې لارې له افغان کلتور سره د تړلو لاسي صنايعو د پراختيا له لارې د افغان مېرمنو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.