ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ازرې ولسوالۍ د نشه يي توکو د کرکېلې او قاچاق په مرکز بدله شوې

د ازرې ولسوالۍ د نشه يي توکو د کرکېلې او قاچاق په مرکز بدله شوې

author avatar
27 Jan 2016 - 14:26
د ازرې ولسوالۍ د نشه يي توکو د کرکېلې او قاچاق په مرکز بدله شوې
author avatar
27 Jan 2016 - 14:26

پل علم(پژواک، ۷سلواغه ۹۴): د ازرې ولسوالۍ چارواکي وايي چې دغه ولسوالي د نشه يي توکو د کرکېلې او قاچاق په مرکز بدله شوې ده.

د ازرې ولسوال حميدالله حميد د سلواغې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغې ولسوالۍ ډير  اوسېدونکي د نشه يي توکو په کښت بوخت دي.

هغه وايي چې د ازرې اوسېدونکي د نشه يي توکو د کښت او قاچاق له لارې خپلې اقتصادي ستونزې حل کوي.

ولسوال وايي: (( د ازرې ولسوالۍ په ۹۰ سلنه کرنيزه ځمکه کې چرس کرل کيږي او وګړي يې  هر کال د خپلو چرسو د خرڅلاو له درکه سلګونه ميليونه افغانۍ ګټه ترلاسه کوي چی لسمه برخه يې  وسله والو طالبانو ته د عشر په نوم ورکول کيږی.))

هغه وايي چې د چرسو د ټولولو په وخت کې وسله وال طالبان له خلکو څخه عشر اخلي او ميليونونه افغانۍ ترلاسه کوي.

حميدي وايي چې په ازرې ولسوالۍ کې کرنيزه ځمکه کمه ده نو ځکه خلک يې د غنمو او جوارو پرځاى، نشه يي توکي کري.

د ده په اند، هغه مهال کېداى شي چې په دې ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د کرکيلې مخه ونيول شي چې حکومت کروندګرو ته اړين امکانات په واک کې ورکړي.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې اوسېدونکي عبدالولي وکيل هم پژواک ته وويل چې د ازرې ولسوالۍ په کرنيزو ځمکو کې تر ډيره بريده چرس کرل کيږي.

هغه وايي چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د نشه يي توکو له کښت او قاچاق څخه هر کال ميليونونه افغانۍ عايد ترلاسه کوي.

هغه دا هم وويل چې د لوګر ولايت ازره ولسوالۍ د نشه يي توکو د قاچاق پر لويه لار هم بدله شوې ده.

ده وويل: (( د هېواد له څلورو شرقي ولايتونو څخه نشه يي توکي ازرې ولسوالۍ ته راوړل کيږي او بيا له دې ځايه  د هېواد نورو برخو ته وړل کيږي.))

وکيل دا هم وويل چې وسله وال طالبان په دې ولسوالۍ کې د چرسو له حاصلاتو څخه عشر اخلي او هرکال ميليونونه افغانۍ له دې لارې ترلاسه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.