ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغانستان بايد د نړۍ پر يوه هېر شوي بحران بدل نه شي”

“افغانستان بايد د نړۍ پر يوه هېر شوي بحران بدل نه شي”

author avatar
27 Jan 2016 - 19:59
“افغانستان بايد د نړۍ پر يوه هېر شوي بحران بدل نه شي”
author avatar
27 Jan 2016 - 19:59

کابل (پژواک ٧ سلواغه ٩٤): افغان حکومت له نړيوالې ټولنې څخه په هېواد کې د ٢٠١٦ زېږديز کال لپاره د ٣،٥ ميليون اړو کسانو اړتياوو ته د لاسرسي په موخه د ٣٩٣ ميليون امريکايي ډالرو غوښتنه کړې ده.

د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له يو شمېر افغان چارواکو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشر چارو له همغږۍ کوونکو، کابل کې د المان سفير او افغانستان کې د افغان ايډ موسسې له مشر سره نن په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل، اړتيا ده چې له دغو پيسو څخه په ګټې اخيستنې د هېواد په بېلابېلو په ځانګړي ډول ناامنو سيمو کې د خلکو د اړتيا لپاره ګټه پورته شي.

د هغه په وينا، تر سره شوې څېړنې ښيي چې په روان کال کې په افغانستان کې ٣،٥ ميليون کسان په غذايي، روغتيايي څارنې او د څښاک اوبو په برخو کې بشري مرستو ته اړتيا لري.

دغه راز د هغه په خبره، هغه کورنۍ چې د ډيورنډ پولې له هاخوا افغانستان ته راغلې او دغه راز کورني بېځايه شوي کډوال هم مرستو ته اړتيا لري او د يادو کسانو شمېر ٣،٥ ميليون کسانو ته رسيږي.

د راپورونو پر بنسټ، له وزيرستان څخه ١٣زره کورنۍ د جګړې او ناامنيو له امله خوست او پکتيکا ولايتونو ته راکډه شوې دي.

د حکومت اجرايي مشر وويل، تېر کال د بشري مرستو په برخه کې د افغانانو د اړتيا وړ ٤١٧ ميليون ډالرو وړاندوينه شوې وه او د نړيوالې ټولنې له لوري د هېواد سکټوري وزارتونو او موسسو ته ٤٢٤ ميليون ډالره ورکړل شول.

هغه زياته کړه، تېر کال په هېواد کې د خوراکي توکو، سرپناه، څښاک اوبو او نورو برخو کې له شاوخوا ١،٣ ميليون کسانو سره بشردوستانه مرستې تر سره شوې.

ورته مهال د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ مرستيال مارک باودن وويل: "زه له مرسته کوونکو غواړم چې په افغانستان کې له بشري چارو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، بايد موږ پرېنږدو چې افغانستان د نړۍ په يوه هېر شوي بحران بدل شي."

هغه زياته کړه، راتلونکى کال به له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د همکارۍ نوى باب پرانيستل شي.

نوموړي وويل، دغه ٣٩٣ ميليون ډالر مرسته به وکولى شي، څو له بې وزلو او بېځايه شويو کورنيو سره مرسته وشي.

هغه څرګنده کړه، چې په دغه برخه کې ملاتړ کوونکو هېوادونو ژمنې کړې دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي مرستيال استازي، افغانستان کې د مرستو او بشري فعالانو د رسولو په برخه کې ناامني عمده ننګونه وبلله او له ټولو لوريو يې وغوښتل، چې بشري فعالان او مرسته کوونکي خپله موخه ونه ګرځوي، څو دغه مرستې ټولو اړو کسانو ته ورسيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.