د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ازرې ولسوالۍ د نشه يي توکو د کرکېلې او قاچاق په مرکز بدله شوې

د ازرې ولسوالۍ د نشه يي توکو د کرکېلې او قاچاق په مرکز بدله شوې

Jan 27, 2016 - 14:26

پل علم(پژواک، ۷سلواغه ۹۴): د ازرې ولسوالۍ چارواکي وايي چې دغه ولسوالي د نشه يي توکو د کرکېلې او قاچاق په مرکز بدله شوې ده.

د ازرې ولسوال حميدالله حميد د سلواغې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغې ولسوالۍ ډير  اوسېدونکي د نشه يي توکو په کښت بوخت دي.

هغه وايي چې د ازرې اوسېدونکي د نشه يي توکو د کښت او قاچاق له لارې خپلې اقتصادي ستونزې حل کوي.

ولسوال وايي: (( د ازرې ولسوالۍ په ۹۰ سلنه کرنيزه ځمکه کې چرس کرل کيږي او وګړي يې  هر کال د خپلو چرسو د خرڅلاو له درکه سلګونه ميليونه افغانۍ ګټه ترلاسه کوي چی لسمه برخه يې  وسله والو طالبانو ته د عشر په نوم ورکول کيږی.))

هغه وايي چې د چرسو د ټولولو په وخت کې وسله وال طالبان له خلکو څخه عشر اخلي او ميليونونه افغانۍ ترلاسه کوي.

حميدي وايي چې په ازرې ولسوالۍ کې کرنيزه ځمکه کمه ده نو ځکه خلک يې د غنمو او جوارو پرځاى، نشه يي توکي کري.

د ده په اند، هغه مهال کېداى شي چې په دې ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د کرکيلې مخه ونيول شي چې حکومت کروندګرو ته اړين امکانات په واک کې ورکړي.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې اوسېدونکي عبدالولي وکيل هم پژواک ته وويل چې د ازرې ولسوالۍ په کرنيزو ځمکو کې تر ډيره بريده چرس کرل کيږي.

هغه وايي چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د نشه يي توکو له کښت او قاچاق څخه هر کال ميليونونه افغانۍ عايد ترلاسه کوي.

هغه دا هم وويل چې د لوګر ولايت ازره ولسوالۍ د نشه يي توکو د قاچاق پر لويه لار هم بدله شوې ده.

ده وويل: (( د هېواد له څلورو شرقي ولايتونو څخه نشه يي توکي ازرې ولسوالۍ ته راوړل کيږي او بيا له دې ځايه  د هېواد نورو برخو ته وړل کيږي.))

وکيل دا هم وويل چې وسله وال طالبان په دې ولسوالۍ کې د چرسو له حاصلاتو څخه عشر اخلي او هرکال ميليونونه افغانۍ له دې لارې ترلاسه کوي.

د ده په وينا، د نشه يي توکو يو شمېر قاچاق وړونکي هم د خپلو نشه يي توکو د لېږدولو لپاره وسله والو طالبانو ته پيسې ورکوي.

ده وويل چې حکومت بايد دې برخه کې جدي اقدام وکړي او په دې ولسوالۍ کې د چرسو او نورو نشه يي توکو د کرکيلې مخه ونيسي.

دغه راز د ازرې ولسوالۍ د اکبر خېلو سيمې اوسېدونکي ګلاب الدين پژواک ته وويل چې له کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې چرس او نور نشه يي توکي کرل کيږي او د حکومت له لوري بنديز هم پرې نشته.

هغه زياته کړه: (( زموږ خلک له نشه يي توکو څخه ښه عوايد ترلاسه کوي دغه عوايد په بل هيڅ کرنيز توکي کې نشته.))

د اړوندې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل: (( موږ داسې راپورونه نه لرو چې هلته دې چرس وکرل شي، البته که خلک يې وکري نو موږ نه غواړو چې د جګړې په اوسني وضعيت کې له خلکو سره د چرسو له امله لاس او ګريوان شو، اوله چرسو څخه عشراخيستل کوم غير شرعي کار نه دى.))

ازره د لوګر ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې له کابل، ننګرهار او پکتيا ولايتونو سره ګډه پوله لري.

له تېرو ١٤کلونو راهيسې ددې ولسوالۍ لار له مرکز پل علم سره تړل شوې او ډير  اوسېدونکي لوګر او کابل ته د ننګرهار له لارې تګ راتګ کوي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan