کابل(پژواک،٨ سلواغه ٩٤): د ملي امنيت سلاکار وايي چې حکومت د بيان ازادۍ د ارزښتونو ساتنې لپاره ژمن دى.
د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن(د سلواغې ٨مه) پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي چې د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر د طلوع تلوېزيون له دفتر څخه ليدنه وکړه او ددې ادارې پر کارکوونکو يې د وسله والو مخالفينو د بريد په اړه د تلويزيون مديره پلاوي سره خواخوږي څرګنده کړه.
سرچينه زياتوي، د ملي امنيت سلاکار وويل چې د افغانستان حکومت د بيان ازادۍ ارزښتونو ساتنې ته ژمن دى او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان دښمنان په خپلو دا ډول وحشيانه کړنو سره د بيان ازادي وننګوي.
اتمر ټينګار وکړ چې د ملي امنيت شورا به د رسنيو له استازو سره په همغږۍ د رسنيو او خبريالانو د امنيت په اړه پر يوه کړنلاره کار وکړي چې په کړنلاره کې به د اهل مطبوعاتو او د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ اړينه همکاري روښانه شوې وي.
د ملي امنيت سلاکار وويل چې ولسمشرغني د هېواد ټولو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړى چې د رسنيو د کارکوونکو د امنيت لپاره اړين تدابير ونيسي.
څو ورځې وړاندې د طلوع تلوېزيون او کابورا پروډکشن پر موټر ځانمرګى بريد وشو چې له امله يې ٢٥ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت منلى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن