جلال اباد- اسعداباد (پژواک، ٨ سلواغه ٩٤): په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د دوو ترافيکي پېښو له امله ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د سلواغې په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه شاوخوا يوه بجه د سپرليو يو پراډو موټر سيند ته غورځېدلى دى.
هغه زياته کړه، دغه موټر چې له جلال اباد ښاره کونړ ته روان و، د نورګل ولسوالۍ د شش ترۍ په سيمه کې سيند ته غورځېدلی چې له امله يې د يوې ښځې په ګډون درې تنه مړه او درې نور ژوبل شوي دي.
نوموړي د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي په ګوته کړه.
د يو بل خبر له مخې، نن سهار لس بجې د تورخم- جلال اباد پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته پېښه تاييد کړه، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلود.
خو د نويد احمد په نوم د پېښې يوه عيني پژواک ته وويل چې تورخم ته نږدې يو ټېلر موټر له کرولا سره ټکر شوى چې له امله يې دوه تنه مړه او درې ژوبل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن