ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښار په یوه درملتون کې چاودنې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د خوست ښار په یوه درملتون کې چاودنې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
28 Jan 2016 - 15:42
د خوست ښار په یوه درملتون کې چاودنې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
28 Jan 2016 - 15:42

خوست (پژواک، ٨ سلواغه ٩٤): د خوست ښار په يوه شخصي درملتون کې ماين چاودنې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د سلواغې په ٨مه پژواک اژانس ته وويل چې د ماين دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د ښار لوېديځ ته د کباړ سرای ساحې په يوه شخصي درمتلون کې شوې ده.

هغه وويل، د ماین په دې چاودنه کې چې له مخکې ځای پر ځای شوی و، يو ملکي کس وژل شوی او پنځه نور کسان چې درمل يې اخيستل، ټپيان شوي دي.

قوماندان غيرت زياته کړه چې د دغه درملتون خاوند خپل ملکي کاروبار درلود، له دولت او يا کومې بلې ادارې سره يې هېڅ ډول اړيکې نه درلودې.

نوموړي وويل: ((دغه درملتون د خلکو د خدمت لپاره و، تر اوسه مو له پېښې سره د تړاو په تور څوک نه دي نيولي، خو پوليسو ته په دې اړه جدي سپارښتنه شوې ده.))

په کباړ سرای کې د موټرو د پرزو د خرڅلاو يوه هټۍ وال احمدګل پژواک اژانس ته وويل چې ماين د پاينده محمد خان په نوم د معدې د درملنې په يوه معاينه خانه کې چاودنه کړې ده.

هغه وويل چې د ډاکتر په ګډون يې شپږ کسان په ټپي حالت کې له معاينه خانې راو ایستل او په بېړه يې د موټرو په وسيله د ښار شخصي روغتونونو ته ولېږدول.

احمدګل وويل چې دغه معاينه خانه او درملتون له ډېرې مودې راهيسې دلته فعاليت کوي، خو د اړيکو او شخصي دښمنۍ په اړه يې معلومات نه لري.

تر اوسه د چاودنې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.