ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د ١٩ کلنو په کرکټ سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه

پاکستان د ١٩ کلنو په کرکټ سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه

author avatar
28 Jan 2016 - 14:01
پاکستان د ١٩ کلنو په کرکټ سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه
author avatar
28 Jan 2016 - 14:01

کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٤): د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو د نړيوال جام سياليو په لړ کې پاکستان له افغانستانه لوبه وګټله.

د ١٦ هېوادونو په ګډون د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سيالۍ د سلواغې په ٧مه په بنګله دېش کې پيل شوې دي.

د دغو سياليو په لړ کې نن افغانستان خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره ترسره وکړه. د دې لوبې پچه پاکستان وګټله، خو لومړى يې افغانستان ته د توپ وهلو بلنه  ورکړه.

د ١٩ کلنو ملي لوبډلې له ټاکل شوو ٥٠ اوورنو څخه په ٢٩ اورونو کې په ١٢٦ منډو وسوځېده او پاکستان ته يې  د ١٢٧ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري طارق احمدزي ٥٣ او کريم جنت ٢٧ منډې جوړې کړې.

د پاکستان د ١٩ کلنو لوبډلې ياد هدف په دوه دېرشم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

افغان لوبغاړي ضياء الرحمن دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

افغانستان به خپله دويمه لوبه د سلواغې په لسمه له سريلانکا سره کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.