ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او المان د کډوالۍ د عواملو د له منځه وړو لپاره طرحه جوړوي

افغانستان او المان د کډوالۍ د عواملو د له منځه وړو لپاره طرحه جوړوي

author avatar
29 Jan 2016 - 14:26
افغانستان او المان د کډوالۍ د عواملو د له منځه وړو لپاره طرحه جوړوي
author avatar
29 Jan 2016 - 14:26

کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٤): د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، اروپا ته د افغان کډوالو د شمېر زیاتېدو په اړه افغان دولت له المان سره یو ځای پر داسې یوې برنامې کار کوي چې له امله یې د کډوالۍ عوامل له منځه ولاړ شي.

د ملي امنيت شورا دفتر ليکي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن په کابل کې د خپل کار په دفتر کې د المان د فدرالي جمهوریت له سفیر مارکوس پوتسل سره وکتل.

سرچينه زياتوي چې په دې ليدنه کې د مونیخ پر راتلونکي امنیتي کنفرانس، له افغانستان سره د المان پر اقتصادي او امنیتي مرستو او د کډوالو پر مسئلې خبرې وشوې.

د ملي امنیت سلاکار زیاته کړې چې اروپا ته د افغان کډوالو د شمېر زیاتېدو په اړه افغان دولت له المان سره پر داسې یوې هر اړخیزې برنامې کار کوي چې له امله یې د کډوالۍ عوامل رفع شي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، په تېر شاوخوا يو کال کې لږ تر لږه ١٦٠ زره افغانان اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي او د پناه اخيستو غوښتنه يې کړې ده.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، د دغو کسانو ډېر يې المان ته تللي چې د څه باندې ٤٠ سلنو د کډوالۍ غوښتنه منل شوې او د نورو تر څېړنو لاندې ده.

اروپايي هېوادونو ته د افغانانو په تېره بيا ځوانانو د تګ لړۍ په داسې حال کې پيل شوې چې په افغانستان کې امنيتي او اقتصادي وضعيت تر پخوا خراب شوى دى.

د خبرپاڼې له مخې، د ملي امنیت سلاکار په ياده کتنه کې ويلي چې د افغانستان دولت د مونیخ د امنیتي کنفرانس لپاره لازم ترتیبات نيولي او په پوره چمتووالي به هلته ګډون وکړي.

د هغه په وینا، افغان دولت به خپلې امنیتي تګلارې او لومړیتوبونه په وضاحت سره د کنفرانس له ګډوالو سره مطرح کړي.

د مونيخ امنيتي کنفرانس له ٥٢ کلونو راهيسې هر کال د فبروري په مياشت کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون جوړېږي او په دې کنفرانس کې د نړۍ په امنيتي وضعيت او سياستونو بحثونه کېږي.

اتمر، له افغانستان سره د المان د دوامدارو امنیتي او اقتصادي همکاریو قدرداني کړې او د هغو د دوام غوښتونکی شوى دى.

په کابل کې د المان لوی سفیر  مارکوس پوتسل په دې کتنه کې ويلي چې هېواد یې له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاریو ته دوام ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.