ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ملي امنيت پر منسوبينو  دوو بريد کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار کې د ملي امنيت پر منسوبينو دوو بريد کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
29 Jan 2016 - 15:57
کندهار کې د ملي امنيت پر منسوبينو  دوو بريد کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
29 Jan 2016 - 15:57

کندهار (پژواک، ٩ سلواغه ٩٤): د ملي امنيت منسوبينو په کندهار ښار کې هغه مهال يو بريد کوونکى وواژه او بل يې ټپي کړ چې د هغوى پر ګزمه يې د تومانچو په وسيله غلچکي بريد وکړ.

دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې  د کندهار ښار اړوند د دريمې ناحيې د قاضي غلام دهنې په سيمه کې رامنځته شوه.

د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، دوه موټرسايکل سپاره وسله وال چې پر تومانچو سمبال وو د ملي امنيت پر منسوبينو يې ډزې وکړې چې له امله يې د ملي امنيت يو سرتېرى ټپي شو.

د ده په وينا، وروسته بريد کوونکو د تېښتې هڅه کوله چې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا تعقيب او په متقابلو ډزو کې يو تن ووژل شو او بل ټپي شو.

دى وايي، له بريد کوونکو څخه دوه مېکاروف تومانچې او يو موټرسايکل ترلاسه شوي دي.

د ده  په وينا، دغه بريد کوونکي د هغو وسله والو له ډلې وو چې په ښار کې هدفي وژنې کوي او امنيتي سرتېري او دولتي چارواکي په نښه کوي.

د يادې سيمې يوه دوکاندار او عيني شاهد علي احمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې  د واټ پر سر د ملي امنيت سرتېري پر تلاشي بوخت وو چې ناڅاپه ورباندې ډزې وشوې.

دى وايي، له ډزو سره سم د ملي امنيت سرتېرو بريد کوونکي په نښه کړل چې پر خپل موټرسايکل يې د تېښتې هڅه کوله، چې يو يې ووژل شو او بل ټپي شو.

په کندهار کې هدفي وژنې د امنيت پر وړاندې لوى ګواښ ګڼل کېږي چې ډېر مهال په کې امنيتي سرتېري او دولتي چارواکي په نښه کېږي.

دوې شپې وړاندې د کندهار ښار د څلورمې او پنځمې ناحيې تر منځ سيمه کې هم له تيارې څخه په ګټې اخيستو پر پوليسو غلچکى بريد وشو چې په کې يو پوليس ووژل شو او بل ټپي شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.