جلال اباد(پژواک، ١٠ سلواغه ٩٤) : د ننګرهار د والي فرهنګي سلاکار او د ملي تلوېزيون ژورنالېست زبير خاکسار د ناپېژاندو و سله والو لخوا وژل شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې په سره رود ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې خاکسار يادې ولسوالۍ ته د کوم دوست کور ته د مېلمه په توګه تللى و، کله چې ماخوستن بېرته راته نو د يادې ولسوالۍ د موى مبارک په سيمه کې پر ډزو سره وژل شوى دى.
دى وايي چې د سيمې اوسېدونکو پوليسو ته خبر ورکړى و او اوس يې جسد ملکي روغتون ته لېږدول شوى دى.
خوږياڼي وويل، چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
زبير خاکسار له تېرو ٢٥ کلونو راهيسې د ملي راډيو تلوېزيون په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي او په دې وروستيو کې د ننګرهار د والي د فرهنګي سلاکار په توګه ټاکل شوى و.
د هغه وژل کېدو د ننګرهار دفرهنګيانو او مدني ټولنو کلک غبرګونونه راپارولي او په ټولنيزو شبکو کې پرې بحثونه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن