ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د سيګار راپور رد کړ

افغانستان د سيګار راپور رد کړ

author avatar
30 Jan 2016 - 14:31
افغانستان د سيګار راپور رد کړ
author avatar
30 Jan 2016 - 14:31

کابل ( پژواک، ١٠ سلواغه ٩٤): د افغانستان حکومت د امريکا د څارونکې ادارې سيګار هغه راپور رد کړ  چې ګوندې د افغانستان په ٣٠ سلنه خاوره طالبان حاکم دي.

د سيګار مشر جان سوپکو پرون ويلي و چې د افغانستان حکومت په ٧٠ سلنه خاوره او طالبان نږدې پر ٣٠ سلنه خاورې کنټرول لري

په افغانستان کې د امريکا د بيارغونې د چارو څارونکې ادارې سيګار مشر جان سوپکو  کانګرېس ته په خپل راپور کې ويلي چې دافغانستان امنيتي حالت مخ په خرابېدو دى او د دغه هېواد راتلونکى هم روښانه نه دى.

هغه زياته کړه چې وسله وال طالبان تر ٢٠٠١ کال وروسته چې له واکه شړل شوي، اوس مهال له بل هر وخت نه زياتې سيمې تر کنټرول لاندې لري.

خو د افغانستان حکومت د سوپکو ادعا رد کړې ده. د ولسمشر مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي د سلواغې په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روان کال کې په افغانستان کې بې مخينې جګړې  شوې دي.

د نوموړي په وينا، وسله والو مخالفينو هڅه کوله چې په افغانستان کې دوه سياسي جغرافيې رامنځته کړي.

هاشمي وايي،دا په دې مانا نه ده چې هغوى په دې کار کې بريالي شوي يا يې ډېره ځمکه  لاندې او په خپله ولکه کې راوستې ده.

د ولسمشر مرستيال وياند وويل چې په ځينو سيمو کې جګړې شوي، خو افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه په دې توانيدلي چې په لږ وخت کې وسله وال له نيولو سيمو څخه بېرته وباسي.

هاشمي د اسلام اباد د څلور اړخيزې غونډې په اړه چې ټاکل شوې ده، راتلونکې اوونۍ په اسلام اباد کې جوړه شي، وويل چې موخه يې د سولې لپاره د لارې نقشې جوړول دي.

په دې درېيمه څلور اړخيزه غونډه کې افغانستان، پاکستان، چين او د امريکا استازي ګډون کوي.

تر دې مخکې لومړۍ غونډه په اسلام اباد او دويمه يې په کابل کې جوړه شوې وه. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.