پلخمري (پژواک،١٠ سلواغه ٩٤ ): د بغلان امنيتى مسوولين وايي چې طالبان کابل ته د غځېدلې برېښنا د پايې رغولو ته اجازه نه ورکوي، خو هڅه کوي چې ډېر ژر امنيت ټينګ او د برېښنا پايه جوړه کړي.
د برېښنا يوه پايه څلور شپې وړاندې د بغلان ولايت مرکز پلخمري په ډنډغوري سيمه کې ويجاړه شوه او له ازبکستان څخه کابل ته راغلې برېښنا تر اوسه قطع ده.
د بغلان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرشيد بشير نن سهار پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونه سيمې ته نږدې شوي دي؛ خو طالبانو په کليو کې کمين نيولى او د هغوى د پرمختګ مخنيوى کوي.
د هغه د ادعا له مخې، طالبانو د برېښنا پايې ته غځېدلې لارې په ماينونو فرش کړې دي او له کليو څخه په ماشنيدار او پيکا ډزې کوي.
بشير زياته کړه، چې د ملي اردو په ګډون امنيتي ځواکونه ، د امنيت په ټينګښت کې همکار دي او هڅه کېږي چې ډېر ژر د سيمې امنيت ټينګ شي څو د برېښنا شرکت تخنيکي ډله د برېښنا د پايې په جوړولو پيل وکړي.
د امنيت امر په وينا، د برېښنا شرکت تخنيکي ډله درې ورځې وړاندې سيمې ته نږدې شوې وه، طالبانو ډزې وکړې او هغوى بېرته راستانه شول.
دا په داسې حال کې ده چې د برېښنا سوداګريز شرکت مشر ميرويس عالمي وايي چې د بغلان امنيتي ځواکونه بايد امنيت خوندي کړي څو د هغوى تخنيکي ډله د برېښنا پايې په جوړولو پيل وکړي.
نوموړي وويل چې د امنيت له ټينګښت سره سم دا ډله له اتو تر نهو ساعتونو وخت ته اړتيا لري څو د برېښنا پايه ورغوي.
عالمي زياته کړه چې برېښنا د کابل ښاريانو سخته اړتيا ده او اړينه ده څو د بغلان اړوند امنيتي ارګانونه د امنيت په برخه کې ګام پورته کړي.
کابل کې د برېښنا شرکت مسوولينو ويلي دي چې له دې پېښې وروسته، له ازبکستان څخه کابل ته د ٢٥٠ ميګاواټه برېښنا جريان پرې شوى او دا اداره اړ شوې ده چې د کابل ښاريانو د اړتيا وړ يوه برخه برېښنا د جنراتورونو پرمټ تامين کړي.
د بغلان والي عبدالستار بارز دوه ورځې وړاندې ويلي و چې د برېښنا پايې رغولو لومړنى کار پيل شوى دى ، ښايي په دوو راتلوونکو ورځو کې جوړه شي او کابل له برېښنا برخمن شي.
د بغلان سيمه ييزو چارواکو ويلي و چې د برېښنا پايه د طالبانو له لوري ويجاړه شوې ده، خو طالبانو ويلي دي چې د برېښنا ستن د دولت د درنو وسلو پر ډزو ويجاړه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن