ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پلار مې د کورنۍ د ملا تیر و”

“پلار مې د کورنۍ د ملا تیر و”

author avatar
31 Jan 2016 - 12:06
“پلار مې د کورنۍ د ملا تیر و”
author avatar
31 Jan 2016 - 12:06

مزارشريف (پژواک، ۱٢ سلواغه ۹۴): د بلخ ولايت پر څارنوالۍ د وسله والو مخالفينو په بريد کې د دې څارنوالۍ د وژل شوي پخواني څارنوال د کورنۍ غړی وايي چې د پلار وژل کېدل يې پر کورنۍ منفي اغېز کړی دی.

دغه پېښه چې د وسله والو بريدګرو له خوا په ډله ييزه توګه د روان لمريز کال د وري په ٢٠مه د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د استيناف څارنوالۍ پر رياست شوې وه، اووه ساعته وغځېده چې په کې ١٨ تنه ووژل شول او ٦٧ نور ټپيان شول.

د همدې پېښې په وژل شوو کسانو کې يو ۷۰ کلن عبدالخالق لعلپور وال و چې په ۸۶-۱۳۸۵ لمريز، د بلخ څارنوالۍ د رييس په توګه يې دنده ترسره کړې وه.

د لعلپوروال زوی هلال احمد مومند له پېښې لس مياشتې وروسته د سلواغې په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې پلار يې په ۱۳۹۳لمريز کال کې تقاعد شوی و، خو بيا به هم د خپلو ملګرو د ليدو او له ځوانو څارنوالو سره د کاري مرستې په موخه ډېری وخت څارنوالۍ ته ورته.

نوموړي زياته کړه چې د پېښې په ورځ ده په خپله ۸ بجې د څارنوالۍ مخې ته له موټره ښکته کړ او دی ترې د خپلې دندې پر لور وخوځېد.

شاوخوا ۱۱ بجې له پېښې خبر شو او له پلار سره يې ټيلېفوني اړيکه ونيوله.

هلال احمد وويل چې پلار يې ورته کړه: ((بچيه! زه ښه يم خو بريد خطرناک دی، زه په جزايي څانګه کې يم، ګورو چې څه کېږي.))

نوموړي زياته کړه چې له دې سره يې اندېښنې زياتې شوې؛ خو له ۴ بجو وروسته چې د پلار موبايل يې ګل معلومېده، اندېښنه یې ډېره شوه.

د هغه په وينا، شاوخوا ۶ بجې د امنيې قوماندانۍ له خوا د پلار له شهادته خبر شو چې له څارنوالۍ يې د بلخ ملکي روغتون ته ولېږداوه.

هلال احمد وويل چې پلار يې عبدالخالق لعلپوروال د پېښې په ځای کې سا ورکړې وه.

دى وايي چې د دې پېښې د دوسيې په اړه هېڅ معلومات نه لري، د رسنيو له لوري خبر شول چې امنيتي ځواکونو ځيني کسان نيولي دي.

خو هغه زياتوي چې د دوسيې په اړه ورسره نه چا اړيکه نيولې او نه هم له دوی پوښتنه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، د پلار مرګ يې که څه هم د ده د کورنۍ پر اقتصادي اړخ منفي اغېز نه و کړی؛ خو په معنوي اړخ کې يې د کورنۍ د ملا تير له منځه ولاړ.

د هغه په وينا، دوی په کور کې پنځه وروڼه او دوه خويندې دي چې ټول ځوانان دي او د پلار د شوو خواريو له امله يې د کور اقتصادي اړخ ښه دی.

هلال احمد وويل چې يو ځل يې د ولايت مقام له خوا د پېښې د قربانيو د لېست برابرولو لپاره ورسره په دې موخه چې د هر قرباني کورنۍ ته يې سل زره افغانۍ ورکولې؛ اړيکه نيول شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې دوی ته د افغان دولت له اړخه د پلار وژل کېدو له امله دغه نغدې پيسې ورکول شوې دي.

د هغه په وينا، له يادې مرستې پرته کوم بل چا د پلار د وژل کېدو په اړه یې له دوی څخه پوښتنه نه ده کړې او نه يې هم کومه مرسته ترلاسه کړې ده.

مومند وويل چې که څه هم دې پېښې د دوی په څېر د بلخ ولايت په ډېرو کورنيو کې د وير ټغر غوړولی خو ورته پېښې د هېواد په بېلابېلو برخو کې هره ورځ کېږي.

نوموړي د مزارشريف پر څارنوالۍ د شوې پېښې له امله له امنيتي ځواکونو ډېره ګيله نه کوله؛ خو له عامو خلکو يې غوښتنه وکړه چې له افغان ځواکونو سره د ورته پېښو د مخنيوي په پار مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړه، په دې کې شک نشته چې په هېواد کې د دې ډول پېښو تر شا بهرنۍ استخبارات او وسله وال ښکېل دي؛ خو پر وړاندې يې د حکومت او ولس پيوستون مثبت اغېز ښندلی شي.

د مزارشريف پر څارنوالۍ په برید کې د وژل شوي لعلپوروال زوی هلال احمد مومند وويل چې پلار يې پر بلخ سربېره په کندوز او بغلان ولايتونو کې هم د څارنوالۍ د رييس په توګه دندې ترسره کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې پلار يې د کابل پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه ليسانس اخیستی و؛ خو د پښتو ژبې ليکوال او شاعر هم پاتې شوی دی.

Visits: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.