ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب د شيرين تګاب اوسېدونکو د محکمې دروازه وتړله

د فارياب د شيرين تګاب اوسېدونکو د محکمې دروازه وتړله

author avatar
1 Feb 2016 - 17:34
د فارياب د شيرين تګاب اوسېدونکو د محکمې دروازه وتړله
author avatar
1 Feb 2016 - 17:34

ميمنه (پژواک ١٢ سلواغه ٩٤): د فارياب ولايت د شيرين تګاب ولسوالۍ اوسېدونکو، د محکمې مشر پر بې کفايتۍ او غيرحاضرۍ تورن کړى او د محکمې دروازې  يې تړلې ده .

لسګونه کسانو د اعتراضي خوځښت په ترسره کولو سره وويل، چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د ولسوالۍ محکمه رييس نه لري او دوى اړ کېږي، چې له امنيتي ګواښونو سره له مخ کېدو او د کرايې له ورکړې سربېره د فارياب مرکز ميمنې ښار محکمې ته مراجعه وکړي او له دې لارې خپلې ستونزو حل کړي.

 له دې ډلې د زين الله ذکي په نامه يوتن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يوه لاسليک لپاره له شيرين تګاب څخه ميمنې ته ځي، په داسې حال کې چې په شيرين تګاب کې د محکمې رياست په يوه با امنه ځاى کې شتون لري.

هغه زياته کړه، چې له دې امله يې د محکمې رياست ته قفل  اچولى، څو د فارياب سيمه ييزې ادارې او حکومت د شيرين تګاب اوسېدونکو ستونزو ته پام راوګرځي.

 ذکي وويل چې د محکمې مشر په ميمنه ښار کې کور لري او د خلکو د قضيو په اړه له خپل کور نه اجرا ات کوي.

يو کس چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله، وويل:((د يوه لاسليک لپاره درې ځله ميمنې ته لاړم، د هر ځل تګ راتګ کرايه مې درې سوه افغانۍ شوې.))

سرچينې زياته کړه چې د شيرين تګاب ميمنې مسير ډېر خطرناک دى، څه موده وړاندې د خپلې حقوقي دعوا لپاره ميمنې ته لاړ، وسله والو مخالفينو په لاره کې مساپر وړونکو موټر تم کړ، ډزې يې وکړې چې دوه مساپر په کې ووژل شول.

 هغه زياته کړه چې حقوقي دعوا لري، خو په شيرين تګاب کې د محکمې د مشر د نشتوالي له امله نه ده حل شوې، غواړي چې قضيه يې يو طرفه شي او له دې جنجال ځان خلاص کړي.

معترضين وايي چې حکومت بايد ددې محکمې مشر ګوښه او محکمه فعاله کړي.

د شيرين تګاب ولسوال سيدلقمان ګهريک وويل چې د ولسوالۍ د محکمې مشر قاضي احمد خالد له څو مياشتو راهيسې دندې ته نه حاضرېږي، خلکو څو ځله خپله ستونزه په شفاهي او کتبي ډول د  ولسوالۍ له دفتر سره شريکه کړې، خو دهغوى ستونزې نه دي حل شوې.

 خو قاضي احمد خالد وويل چې زور واکي، وسله وال کسان او اربکي قوماندانان يې په کړنو لاسوهنه کوي او غواړي چې خپلې غوښتنې ور باندې وتپي.

هغه د چا نوم ياد نه کړ او وويل چې ځينې زور واکي شته چې له عدلي او قضايي قضيو ګټه اخلي او نه غواړي چې قضيې يې په تاوان فيصله شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.