جلال اباد (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۴): د ننګرهار والي د دغه ولايت نظامي شورا ته سپارښتنه وکړه چې په ښار او ورڅېرمه سيمو کې دې د پوليسو ګزمې او پلټنې ډېرې شي.
د ننګرهار اوسېدونکي اندېښنه لري چې ګني په دې وروستيو کې د ښار او ورڅېرمه سيمو امنيت د ډاډ وړ نه دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ننګرهار والي د ولايت له نظامي شورا سره د امنيت د ټنګښټ په تړاو غونډه درلوده.
د سرچينې په وينا، والي سليم خان کندوزي امنيتي چارواکو ته لارښوونه وکړه څو د لا ښه امنيت لپاره عملياتي پلان جوړ او د پوليسو ګزمې او پلټنې ډېرې کړي.
د نظامي شورا په غونډه کې د ۲۰۱ سېلاب قول ارادو د ملي اردو څلورمې پلې لوا قوماندان او د ننګرهار ملي امنيت مرستيال، امنيه قوماندان، د سرحدي او عامه نظم پوليسو چارواکي شامل وو.
د دې تړاو پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د والي له قوله راغلي: ((په ننګرهار کې د ولسمشر د حکم د عملي کولو لپاره لازم تدابير نيول شوي، د امنيت د لا تامين په موخه به په هغو سيمو کې د مخالفينو د ځپلو په موخه عملياتي پلانونه جوړ او عمليات پيل شي چې امنيتي ستونزې په کې شته دي.))
د جلال اباد ښار اوسېدونکي ذبيح الله فريدزي پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د جلال اباد ښار او ورڅېرمه سيمو د امنيت په تړاو اندېښنې ډېرې شوې دي.
دی زياتوي: ((د انسان تښتونې پېښې شته دي، همدا شان د شپې له خوا خلک په ډاډه زړه نه شي کولی د ښار شاوخوا سيمو ته په ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولی.))
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري پژواک اژانس ته وويل چې په ننګرهار ولايت کې انسان تښتونې او جنايي پېښې ډېرې شوې خو د ده په وينا، چارواکي هسې تشريفاتي خبرې کوي.
د نوموړي په وينا : ((څو ورځې مخکې په جلال اباد کې يو قاضي تښتول شوی و او روانه اوونۍ په سره رود ولسوالۍ کې ځايي ژورنالېست محمد زبير خاکسار ترور شو نو دا نا امني ده که نه؟))
خو د ولايت مقام په اعلاميه کې راغلي چې د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد بيا ويلي چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې يو تن د انسان تښوونکو له بنده ژغورل شوی او ګڼې وسلې او مهمات چې په ډېر مهارت سره په موټرو کې ځای پر ځای شوي وو، نيولي دي.
تر دې مخکې هم د ننګرهار امنيتي چارواکو د امنيت په تړاو ډاډ ورکړی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن