پل علم (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٤): د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې د ماين چادنې يو ملکي وګړى او دوه پوليس ټپيان کړي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه شاوخوا ١٢:٣٠ بجې په پل علم ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر د ريموټ کنټرول ماين چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه: ((رينجر موټر په پل علم ښار کې د کابل بانک نماينده ګۍ څنګ ته ولاړ و چې چاودنه پرې وشوه.))
هغه وايي چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى او دوه پوليس ټپيان شوي او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د صالح په وينا، د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د لوګر ولايت د مرکزي روغتون مشر عاشق الله مجيدي پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوى ته درې ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه وايي په ټپيانو کې دوه پوليس او يو ملکي وګړى شامل دي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د پل علم ښار يوه هټۍ وال زبير پژواک ته وويل: ((موږ غرمه ډوډۍ خوړله چې د يوې زورورې چاودنې غږ شو، چاودنه په رينجر شوې وه دوه پوليس او يو بل کس په کې ټپيان وو.))
د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن