کابل ( پژواک، ١٢ سلواغه ٩٤ ): د افغانستان د ملي يووالي حکومت اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله په نوي ډيلي کې د هندوستان له لومړي وزير نريندار مودي سره ليدلي دي.
د اجراييوي رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل د سلواغې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، ډاکټر عبدالله چې په پنځه ورځني رسمي سفر هندوستان ته تللى، نن سهار يې ددغه هېواد له لومړي وزير نريندرا مودي سره وليدل.
سرچينې زياته کړه چې په دې ليدنه کې دواړو مشرانو دافغانستان او هندوستان د اړيکو پر پراختيا، په سياسي، نظامي، فرهنګي او سوداګرۍ چارو کې د همکاريو پر زياتوالي خبرې وکړې.
بلخوا د هند د بهرنيو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اجراييوي رييس عبدالله ددغه هېواد د بهرنيو چارو له وزيرې سوشما سوراج سره هم ليدلي او پر بېلابېلو موضوع ګانو يې خبرې کړې دي.
ټاکل شوې ده چې عبدالله هندوستان ته د سفر پرمهال د دغه هېواد په جيپور ښار کې د ترهګرۍ پر ضد جوړ شوي کنفرانس ته وينا هم وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن