خوست ښار (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٤): د خوست ولايتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د کاروبار، قاچاق او د توليد د مخنيوي په برخو کې له قاچاقبرو او نورو کاروباريانو سره جدي برخورد کوي.
دغه څرګندونې والي حکم خان حبيبي او امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د سلواغې په ١٣مه له غرمې مخکې د يو اندازه نيول شوو نشه يي توکو د سوځولو پر مهال خبريالانو ته وکړې.
والي حبيبي وويل چې دغه توکي د سږ کال په اوږدو کې د پوليسو په ۵۴ بېلابېلو پلټونکو عملياتو کې له څه باندې ۱۰۰ کسانو سره يو ځای نيول شوي دي.
هغه زياته کړه: ((په دې کې پنځه ډوله نشه يي توکي وو. تر سل کيلوګرامه زيات چرس، څه باندې يو کيلو ترياک، يوه اندازه هيرويين، ۹۷ لېتره الکولي مشروبات او يوه اندازه د ښيښې په نوم پوډر شامل وو.))
نوموړي په خبرو کې د دغه ولايت پر امنيتي ارګانونو غږ وکړ چې د نشه يي توکو هر ډول لوی او واړه قاچاق کوونکي تشخيص او د سزا ورکولو لپاره زندان ته ولېږي.
حبيبي زياته کړه: ((زموږ امنيتي ارګانونه او قضايي او عدلي ادارې دې ته ژمنې دي چې د دې توکو قاچاق کوونکي ونيسي او د قانون له مخې ورته سزا ورکړي. موږ په دې برخه کې جدي هوډ لرو.))
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک اژانس ته وويل چې له نشه يي موادو سره د نيول شوو څه باندې ۱۰۰ کسانو له ډلې زياتره هغه يې پر قانوني سزا محکوم شوي دي.
هغه وويل، پوليس د نورو امنيتي ځواکونو په همکارۍ ژمن دي چې د يادو توکو د کاروباريانو او قاچاق کوونکو پر وړاندې کوټلي ګامونه واخلي.
قوماندان غيرت زياته کړه: ((موږ ټول نيول شوي کسان محاکمه کړي او خپله سزا ورته ورکړل شوې ده.))
په خوست کې نشه يي توکي نه کرل کېږي خو د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې قاچاق، په ښار او اطرافو کې يې خرڅلاو په ازادانه ډول روان دی.
د دغه ولايت يوه اوسېدونکي نذيرالله پژواک اژانس ته وويل چې که دولت د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو مخنيوی غواړي، لومړی دې هغه امنيتي چارواکي ونيسي چې ګومان کېږي د دې توکو په قاچاق کې لاس لري.
هغه وويل: ((که د مخدره موادو په قاچاق او خرڅلاو کې د ځينو امنيتي چارواکو د لاس درلودلو مخنيوی ونه شي، دولت به هېڅکله هم په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه ونه لري.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن