کندوز (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٤): امنيتي چارواکي وايي چې د کندوز ولايت د سرپرست والي سکرتر محمد ظريف شريفي له پوليسو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي نن سهار (د سلواغې ١٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت سکرتر تېره شپه شاوخوا اووه بجې د ولايت مقام ودانۍ ته نږدې له خپل کوره له راوتو يو ساعت وروسته يې په ٣٠٠ فاميلي سيمه کې مړى پيدا شوى دى.
هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
خو د کندوز امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونيار نجيب الله سرتېر پژواک ته وويل چې محمدظريف شريفي تېره شپه په ٣٠٠ فاميلي سيمه کې پر پوليسو ډزې کړې، خو د نښتې په ترڅ کې سخت ټپي شو.
هغه زياته کړه: ((د پوليسو په مخامخ ډزو کې يوه مرمۍ د شريفي پر زړه لګېږي، خپل ځان په ټپي حالت کې په سيمه کې د استوګنې يوه کور ته رسوي او کورنۍ ته وايي چې طالبانو پرې ډزې کړې.))
د سرچينې په خبره، د سيمې خلک شريفي روغتون ته وړي، خو د سختو ټپونو له امله د لارې په اوږدو کې ساه ورکوي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ دې سرچينې پژواک ته وويل چې په دې اړه د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن