ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې شپږو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په اروزګان کې شپږو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
2 Feb 2016 - 14:42
په اروزګان کې شپږو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
2 Feb 2016 - 14:42

ترينکوټ (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٤): په اروزګان ولايت کې د پنځو ټپي پوليسو د لېـږدولو پر مهال شپږو نورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ا پېښه تېره ورځ د دغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان محمدنبي چې په حاجي نيازو مشهور دى، د سلواغې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د ولسوالۍ په اڅکزۍ سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د يوې نښتې په ترڅ کې د ملي اردو د يوه افسر په ګډون درې پوليس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د اڅکزو د پوليسو د پوستې قوماندان صالح محمد پژواک اژانس ته وويل چې پوسته کې يې له تېرو ٢٠ ورځو راهيسې پنځه ټپي پوليس پراته وو، خو د لېـږدولو لپاره يې وسايل نه درلودل او نه هم چا ورسره مرسته کوله.

دى وايي: ((پرون مې د سيمې له ملي اردو سره په همکارۍ د دې پوليسو د لېـږدولو هوډ وکړ، خو د هلمند سيند تر غاړه، وسله والو طالبانو پر موږ بريد وکړ.))

د هغه په وينا، کله چې نور پوليس او اردو يې مرستې ته راغلي، نو پر هغوى هم بريد شوى چې په پايله کې يې درې سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.