ايبک (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٤): په روان کال کې د سمنګان د ښځو چارو په رياست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي شاوخوا دوه سوه قضيې ثبت شوې او مياشتينۍ منځنۍ کچه يې د تېر کال په پرتله دوه چند شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د چارواکو په خبره، ځينې ښځې چې له تاوتريخوالي سره مخ کېږي، د خپلو حقونو په اړه د معلوماتو د نشتوالي په سبب رسمي مراجعو ته شکايت نه کوي.
د تاوتريخوالي ثبت شوي موارد
د سمنګانو د ښځو چارو مشرې خديجې حسني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان ١٣٩٤ لمريز کال په لومړيو لسو مياشتو کې په ټوليز ډول په دغه ولايت کې له ښځو سره د تاوتريخوالي ١٩٩ قضيې ثبت شوې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېره مياشت کې د وهلو ٧٧ ، د کورني تاوتريخوالي ٣٣، د نفقې د نه ورکړې ١٤، د ميراث حق د نه ورکولو ١٠، د وژنې درې او د جنسي تېري يوه قضيه، هغه موارد دي چې د دغه ولايت د ښځو چارو په رياست کې ثبت شوي دي.
د هغه په خبره، ثبت شوې قضيې څرګندوي چې له ښځو سره د تاوتريخوالي ډولونه د کوژدو د ماتېدو ١٦ مواردو، له کوره د نجونو او ښځو د تېښتې د ١٣ مواردو، د طلاق غوښتنې د ١٢ مواردو او (د ښځو لپاره دفتر) ته د نجونو او ښځو د تسليمولو د ١٩مواردو سبب شوي دي.
د افغان ښځو لپاره د ښځو دفتر، په حقوقي او نورو چارو کې د ښځو د ملاتړ په موخه جوړ شوى او هغه ښځې چې تاوتريخوالى ورسره شوى او ژوند يې له ګواښ سره مخ کېږي، په همدغه دفتر کې ساتل کېږي.
د ښځو چارو مشرې د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې د يادو ١٩٩ قضيو اويا سلنه د سالمې مشورې، حج او اوقافو رياست، څارنوالۍ او له ولايتي شورا سره په خبرو حل شوې او پاتې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع شوې دي.
د سمنګان امنيه قوماندانۍ وياند محمد منير رحيمي هم وويل چې د تېر کال په لومړيو دريو ربعو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي لس موارد په قوماندانۍ کې ثبت شوي او پوليسو يې په تړاو ١٢ کسان نيولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن