ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې ترافيکي پېښې د يوې کورنۍ شپږو تنو  ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار کې ترافيکي پېښې د يوې کورنۍ شپږو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
2 Feb 2016 - 18:35
کندهار کې ترافيکي پېښې د يوې کورنۍ شپږو تنو  ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
2 Feb 2016 - 18:35

کندهار( پژواک، ١٣ سلواغه ٩٤): د کندهار - سپين بولدک پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې د يوې کورنۍ ٣ غړي مړه او ٣ نور ټپيان شول.

پېښه نن  له غرمې وروسته په شاوخوا دوو نيمو  بجو د دې ولايت  تخته پُل ولسوالۍ ته څېرمه وشوه.

د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمد الله خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  يو فيلډر موټر چې له کندهار ښار څخه سپين بولدک ولسوالۍ ته روان و، د تېز تګ له امله له سړکه اوښتى او چپه شوى دى.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د يوې کورنۍ ٣ غړي (دوې مېرمنې او يو ماشوم) وژل شوي او درې نور (دوې مېرمنې او موټر چلوونکى) ټپيان شوي دي.

دى وايي، د ترافيکي پېښو د څېړنې ډله سيمې ته تللې او روغتون ته د ټپيانو په لېږد کې يې مرسته کړې ده.

د ده په خبره، دغه پېښه د بې احتياطۍ او ګړندي تګ له امله شوې ده.

د ترافيکو مدير وويل، موټر چلوونکى چې په دې  پېښه کې ټپي شوى،  ويلي چې مړه شوي او ټپيان  د يوې کورنۍ غړي دي او څو ورځې مخکې کندهار ښار ته د خپلو دوستانو د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره راغلي وو.

دى وايي، هغوى له کندهار ښاره نن بيرته سپين بولدک ته روان وو چې په لاره کې يې موټر واوښت او دغه پېښه وشوه.

د کندهار د ميرويس روغتون يوه ډاکټر پژواک ته وويل چې له دې پېښې ورته د دوو مېرمنو په ګډون درې ټپيان وروړل شوي چې د ځينو روغتيايي حالت اندېښمن دى.

پر لويو لارو ډېرې ټرافيکي پېښې د بې احتياطۍ او ترافيکي اصولو د نه مراعتولو له کبله کېږي، چې ډېر مهال په کې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.