ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان ملت ګوند د سولې له څلور اړخيزې پروسې ملاتړ وکړ

افغان ملت ګوند د سولې له څلور اړخيزې پروسې ملاتړ وکړ

author avatar
3 Feb 2016 - 11:26
افغان ملت ګوند د سولې له څلور اړخيزې پروسې ملاتړ وکړ
author avatar
3 Feb 2016 - 11:26

کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٤): افغان ملت ګوند وايي چې د سولې په اړه وروستي پرمختګونه له نږدې څاري او په ټوليزه کې د سولې په اړه د هر حرکت او پرمختګ هرکلی کوي.

د عبدالقيوم عارف په مشرۍ د افغان ملت د نوي ګوند له خوا د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا چې په تېرو کلونو کې هم د سولې په نوم هلې ځلې کېدې او په دې لار کې په ميليونونه ډالر ولګېدل، خوله بده مرغه چې مشخصه پايله یې نه درلوده.

سرچينې زياته کړې، دې تجربې ته په پام لا هم افغانان ډاډه نه دي چې پاکستان به د سولې په پروسه کې رښتينی وي، خو دا ځل د سولې په اړه پيل شوی بهير د وخت، شرايطو او د ميکانيزم له پلوه د پخوا په پرتله توپير لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان په قضيه کې ښکېلو هېوادونو هم ورسره دلچسپي اخيستې او پر همدغه بنسټ چې د چين، امريکا، پاکستان او افغانستان دولتونو له خوا کومې څلور اړخيزې غونډې شوې دي دا ځل يې خلک هيله من کړي چې ممکن پاکستان همکارۍ ته چمتو شي.

دوه مياشتې مخکې په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس په څنډه کې د افغانستان، امريکا، چين او پاکستان استازو د افغان سولې پروسې د بيا پيلولو پرېکړه وشوه. تر اوسه په اسلام اباد او کابل کې دوه پړاوه غونډې شوې دي.

ټاکل شوې د افغان سولې په اړه درېيمه څلور اړخيزه غونډه په اسلام اباد کې د سلواغې په ١٧مه وشي، چې هلته به له اجنډا سره سم د سولې لار پر نقشه بحثونه کېږي، د هغې له مخې به دا روښانه شي چې سوله به له چا سره، د چا له خوا په کومو شرايطو او په څرنګ ميکانيزمونو مخې ته وړل کېږي.

په ياده خبرپاڼه کې راغلي، افغان ملت ګوند په دې نظر دی چې جنګ د ډيورنډ کرښې دې او ها غاړو ولسونه سخت ځپلي دي، که د کرښې دې غاړې له طالبانو سره سوله کېږي او د ډيورنډ کرښې پورې غاړې د طالبانو مرکزونه او پټنځایونه موجود وي، يا هم له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د حکومت له خوا ورته د سولې پروسه پيل نه شي، نو له دې سره بيا هم افغانستان او سيمه هر وخت له يو بالقوه ګواښ سره مخ کېدای شي.

سرچينې زياته کړې: ((ښه دا ده چې له امو تر اباسينه پر سولې ټينګار وشي. دا سمه ده چې موږ له پاکستان سره په يوې نا اعلان شوې جګړې کې قرار لرو او په افغانستان کې روان جنګ د پاکستان نيابتي جنګ دی، که له پاکستان سره سوله ونه شي دا جنګ نه قرارېږي.))

افغان ملت ګوند له دولته غوښتي چې له طالبانو سره هم مخامخ اړيکې ونيسي، که داسې ونه شي امکان لري د طالبانو يو شمېر ډلې د سولې له بهير سره له مخالفت نه وروسته د پاکستان پر ځای کوم بل بدیل پيدا کړي او يا هم نورو ډلو لکه داعش سره ملګري شي.

دغه ګوند د افغانستان له دولته دغه راز غوښتي چې طالبان دې د خپل سياسي مخالف په توګه وپېژني، د سولې په خاطر دې يو مشخص ادرس رامنځته او د سولې د مرکچيانو په توګه دې داسې کسان وګوماري چې د ولس پر وينو يې لاسونه سره نه وي او له مخالفينو سره په جګړو کې ښکېل نه وي پاتې شوي.

د يادونې ده، د افغان ملت ګوند دغه څانګه څه موده مخکې د انوارالحق احدي په رهبرۍ او د ستانه ګل شېرزاد په مشرۍ له بلې ډلې څخه هغه د اپوزېسيون د جوړولو پر سر جلا شول او ځان ته يې ګوند کړ، د دې نوې ډلې سرپرستي عبدالقيوم عارف کوي.عارف په هغه ګوند کې منشي و.
 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.