د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د خرم سارباغ لارې بندښت د مالي زيانونو لامل شوی

د خرم سارباغ لارې بندښت د مالي زيانونو لامل شوی

Feb 03, 2016 - 14:21

ايبک (پژواک، ١٥سلواغه): د سمنګان د روى دواب د ډبرو سکرو له کانه د سکرو پر لېږدوونکو موټرو  د (خرم سارباغ)  لارې تړل کېدو ګڼ مالي زيانونه اړولي؛ ځکه چې د دره صوف سړک هم په ژمي کې تړل کېږي.

د رو ی دواب ولسوال عزيزالله وويل چې په دې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو ١٤ کانونه کشف شوي چې له دې ډلې يو کان د خصوصي سکتور او يو کان د دولت له خوا استخراجېږي.

د هغه په خبره، د دغو کانونو استخراج له شاوخوا اتو کلونو راهيسې دوام لري.

د هغه په خبره، تر شاوخوا درې کاله وړاندې مودې پورې، د دغه کان د ډبرو سکاره د خرم سارباغ ولسوالۍ له لارې د سمنګان مرکز ايبک ته لېږدېدل، خو له دې وروسته  يې د خرم سارباغ خلک مخنيوى وکړ.

د ولسوال د معلوماتو له مخې، له همدې امله له شاوخوا دريو کلونو راهيسې سمنګان د  دره صوف بالا او دره صوف پايين ولسواليو له لارې د دوه برابره لارې په وهلو سره بلخ ولايت ته لېږدول کېږي.

د ولسوال په خبره، دا په داسې حال کې ده چې په دره صوف کې هم د ژمي پر مهال خام سړک د واورو ورېدو له امله د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي.

د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مشر انجنير داد محمد ځاځي د ولسوال د خبرو د پخلي تر څنګ وويل چې  له دې دوو کانونو د  ډبرو سکرو زياته برخه استخراج شوې، خو د لارې د بندوالي په سبب د پلور لپاره نه دي لېږدول شوي.

هغه وويل چې د ډبرو سکاره د وخت په تېرېدو سره خپل خاصيت له لاسه ورکوي او د سوځېدو خطر يې هم شته.

نوموړي زياته کړه چې د دې ستونزې د حل لپاره بايد د خرم سارباغ لاره د ډبرو سکرو د لېږد لپاره پرانيستل شي.

هغه وول، ټاکل شوې چې دا ستونزه به ډېر ژر د سمنګان والي له مرستيال سره مطرح کړي.

د ياد کان د ډبرو سکاره د سوداګرو تر څنګ، د بار وړونکو موټرو د مالکانو له خوا پېرل کېږي او بيا يې پلوري.

دوى تر شاوخوا دريو کلونو وړاندې پورې دا سکاره په ايبک کې پلورل، خو وروسته دې ته اړ  شول چې بلخ ته يې يوسي.

اوس مهال يې ځينو له دغه کار نه لاس اخيستى.

حبيب الرحمن يو له دغو کسانو دى چې د کاماز موټر لري، هغه وويل چې له څو مودې راهيسې يې دغه کار پرېيښى؛ ځکه چې بلخ ته د سکرو لېږدول د لارې د اوږدوالي او تېرو د زيات لګښت په سبب ګټه نه کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د سمنګان له مرکز ايبک نه  د خرم سارباغ ولسوالۍ له لارې د روى دواب ډبرو سکرو تر کان پورې شاوخوا ١٥٣ کيلومتره لار ده، خو  د بلخ ولايت مرکز مزار شريف ته د دره صوف له لارې ٣٠٠ کيلومتره کېږي.

هغه هم غوښتنه وکړه چې سکرو ته د خرم سارباغ ولسوالۍ له لارې اجازه ورکړل شي او همدا يې حل لاره ده.

 خو د سمنګان د ولايتي شورا غړي سيد عبدالعليم سادات چې د خرم سارباغ ولسوالۍ اوسېدونکى دى، وويل چې ځايي خلک له خرم سارباغ نه د سکرو لېږد ته له دې امله اجازه نه ورکوي چې ګرد او خاورې يې چاپېريال چټلوي او د دې ولسوالۍ د خام سړک د ويجاړۍ سبب ګرځي.

هغه زياته کړه چې له همدې امله په سارباغ کې ګڼې ناروغۍ خپرېدې او کروندو ته يې زيانونه اړول، خو چې کله د دې ولسوالۍ سړک پوخ شي، نو خلک به بېرته اجازه ورکړي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement