ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خرم سارباغ لارې بندښت د مالي زيانونو لامل شوی

د خرم سارباغ لارې بندښت د مالي زيانونو لامل شوی

author avatar
3 Feb 2016 - 14:21
د خرم سارباغ لارې بندښت د مالي زيانونو لامل شوی
author avatar
3 Feb 2016 - 14:21

ايبک (پژواک، ١٥سلواغه): د سمنګان د روى دواب د ډبرو سکرو له کانه د سکرو پر لېږدوونکو موټرو  د (خرم سارباغ)  لارې تړل کېدو ګڼ مالي زيانونه اړولي؛ ځکه چې د دره صوف سړک هم په ژمي کې تړل کېږي.

د رو ی دواب ولسوال عزيزالله وويل چې په دې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو ١٤ کانونه کشف شوي چې له دې ډلې يو کان د خصوصي سکتور او يو کان د دولت له خوا استخراجېږي.

د هغه په خبره، د دغو کانونو استخراج له شاوخوا اتو کلونو راهيسې دوام لري.

د هغه په خبره، تر شاوخوا درې کاله وړاندې مودې پورې، د دغه کان د ډبرو سکاره د خرم سارباغ ولسوالۍ له لارې د سمنګان مرکز ايبک ته لېږدېدل، خو له دې وروسته  يې د خرم سارباغ خلک مخنيوى وکړ.

د ولسوال د معلوماتو له مخې، له همدې امله له شاوخوا دريو کلونو راهيسې سمنګان د  دره صوف بالا او دره صوف پايين ولسواليو له لارې د دوه برابره لارې په وهلو سره بلخ ولايت ته لېږدول کېږي.

د ولسوال په خبره، دا په داسې حال کې ده چې په دره صوف کې هم د ژمي پر مهال خام سړک د واورو ورېدو له امله د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي.

د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مشر انجنير داد محمد ځاځي د ولسوال د خبرو د پخلي تر څنګ وويل چې  له دې دوو کانونو د  ډبرو سکرو زياته برخه استخراج شوې، خو د لارې د بندوالي په سبب د پلور لپاره نه دي لېږدول شوي.

هغه وويل چې د ډبرو سکاره د وخت په تېرېدو سره خپل خاصيت له لاسه ورکوي او د سوځېدو خطر يې هم شته.

نوموړي زياته کړه چې د دې ستونزې د حل لپاره بايد د خرم سارباغ لاره د ډبرو سکرو د لېږد لپاره پرانيستل شي.

هغه وول، ټاکل شوې چې دا ستونزه به ډېر ژر د سمنګان والي له مرستيال سره مطرح کړي.

د ياد کان د ډبرو سکاره د سوداګرو تر څنګ، د بار وړونکو موټرو د مالکانو له خوا پېرل کېږي او بيا يې پلوري.

دوى تر شاوخوا دريو کلونو وړاندې پورې دا سکاره په ايبک کې پلورل، خو وروسته دې ته اړ  شول چې بلخ ته يې يوسي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.