ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انسان تښتونو د نيمروز خلک اندېښمن کړي

انسان تښتونو د نيمروز خلک اندېښمن کړي

author avatar
4 Feb 2016 - 13:50
انسان تښتونو د نيمروز خلک اندېښمن کړي
author avatar
4 Feb 2016 - 13:50

زرنج (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٤): د نيمروز ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې د تښتونو د زياتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې ځينو سوداګرو له همدې امله خپل اولادونه له ښوونځيو او ښوونيزو کورسونو را ګرځولي دي.

د دوى په خبره، په دغه ولايت کې په تېره يوه مياشت کې اووه د تښتونو او دوه د وژنې پېښې رامنځته شوې دي.

تېره مياشت د يوه سوداګر زوى پنځه کلن زکريا د نيمروز له مرکز زرنج ښار نه د انسان تښتوونکو له خوا برمته شو او دوې اوونۍ وروسته يې ووژل، خلکو د دغه عمل په غبرګون کې لاريون هم وکړ.

د ماشوم د کورنۍ په خبره، تښتوونکو يو ميليون افغانۍ غوښتې وې او د ٤٠٠ زره افغانيو په تر لاسه کولو راضي شوي وو، خو بيا يې هم ماشوم په ناوړه ډول وژلى او مړى يې څاه ته غورځولى و.

په هماغه وخت کې يو بل دوه نيم کلن ماشومان چې د سوداګر زوى و، وتښتول شو چې دوه اوونۍ وروسته ماشوم خوشی شو او په تړاو يې پنځه کسان ونيول شول.

د همدې پېښې په تعقيب، په خاشرود ولسوالۍ کې يو سوداګر عبدالله نورزى له زرنج- دلارام  لويې لارې نه وتښتول شو چې تر اوسه يې د برخليک په اړه څه خبر نشته.

همدارنګه تېره اوونۍ وسله والو مخالفينو څلور کسان د زرنج- دلارام له لويې لارې څو کسان له ځان سره بوتلل او ادعا يې وکړه چې دوى په خاشرود کې د يوې امنيتي پوستې پوليس دي، خو امنيتي چارواکو هغوى ملکي وګړي بللي وو. د دغو څلورو کسانو برخليک هم تر اوسه نا څرګند دى.

خلک وايي چې په عمده ډول هغه کسان تښتول کېږي چې پيسې لري، په داسې حال کې چې تېر کال بيا د تښتونو کچه ټيټه وه.

د نيمروز يوه قومي مخور نورالدين پژواک ته وويل: ((دا څه وضعيت دى؟ موږ خپل ماشومان په کور کې بندي کړي او د کورونو دروازې مو ورپسې بندې کړې دي.))

هغه زياته کړه، دوى ويرېږي چې که ماشومان يې ووځي، وبه تښتول شي. نورالدين زياته کړه چې امنيتي ځواکونه بايد دا خطرناک او له اندېښنو ډک حالت پاى ته ورسوي.

د نيمروز يوه سوداګر محمد نادر خبر دارى ورکړ چې که د تښتونو مخنيوى ونه شي او تښتول شوي را خوشي نه شي، د سوداګرو د فعاليت لمن به محدوده شي او د دې وېره هم شته چې سلګونه کورنۍ نورو ولايتونو ته بې ځايه شي.

هغه ادعا وکړه چې پوليس له تښتوونکو ډلو سره لاس لري، تر څو چې دا ډلې د پوليسو په منځ کې ملاتړي ونه لري، دومره په اسانۍ سره خلک نه شي تښتولى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.