ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برمل کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي

برمل کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي

author avatar
4 Feb 2016 - 15:13
برمل کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي
author avatar
4 Feb 2016 - 15:13

ښرنه(پژواک،١٥سلواغه٩٤):د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د برمل ولسوالۍ يوې امنيتي سرچيني د سلواغې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو په دې ولسوالۍ کې هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي ، چې ډيرى يې د پاکستان د شمالي او جنوبي وزيرستان اوسېدونکي و.

دغه راز د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي احمدوزير هم پژواک ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د چخوړې اډې په سيمه کې هوايي بريدونه کړي دي.

هغه په يادو بريدونو کې د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل خو  ادعا يې وکړه چې په دې بريدونو کې درې عام وګړې وژل شوي دي.

د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل هم په برمل ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو له لوري هوايي بريدونه تاييد کړل.

خو پيرخېل د ياد شوي بريد له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

د يادو بريدونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې د روانې اونۍ په لومړيو کې د برمل ولسوالۍ په ګاونډي ولسوالۍ ګومل کې هم بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه کړي و چې له امله يې ١٧   وسله وال مخالفين وژل شوي و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.