ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د يو وزيرستاني په ګډون شپږ کسان نيول شوي

بغلان کې د يو وزيرستاني په ګډون شپږ کسان نيول شوي

پلخمري (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٤): د بغلان چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د يوه وزيرستاني په ګډون، چې د وسله والو د لېږد رالېږد مسووليت يې درلود، شپږ کسان نيول شوي دي.

د بغلان والي عبدالستار بارز نن په خبري غونډه کې وويل چې دا کس محمد طاهر نومېږي او تېره شپه له دوو سيمه ييزو طالبانو سره د پلخمري ښار د باغ شمال په سيمه کې نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې وزيرستاني وګړي محمد طاهر غوښتل ياد دوه طالبان په سراچه موټر کې د بغلان مرکز ډنډ غوري سيمې ته ولېږدوي.

بارز زياته کړه، ياد وزيرستاني چې د افغانستان تذکره يې اخيستې، اعتراف کړی چې افغان او پاکستاني طالبان يې له وزيرستان څخه کندوز، بغلان، شمال او شمال ختيځو ولايتونو ته لېږدول.

د بغلان والي وويل چې درې نور وسله وال طالبان د جګړې له سيمې د تښتې پر مهال د دنډغوري په سيمه کې نيول شوي دي.

بارز زياته کړه چې په ډنډ غوري کې عمليات په برياليتوب پر مخ روان دي او په نيازالله کلي کې چې د طالبانو کلک سنګر دى او شاوخوا يې ماينونه خښ شوي دي، د نيولو لپاره جګړه روانه ده.

سيمه ييزو چارواکو پرون ويلي وو چې د ډنډغوري درقد سيمه هم چاڼ شوې ده او امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کي دي.

د يادونې ده، د بغلان والي تېره ورځ ويلي وو چې د ډنډ غوري له عملياتو څخه لس ورځې تېرېږي، په ترڅ کې يې شاوخوا سل وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او په ټولو وژل شوو کې د پهلوان ادمخور په ګډون درې قوماندانان هم شامل دي.

د بغلان والي ويلي چې د سيمه ييزو طالبانو تر څنګ پاکستاني طالبان هم شامل شته او جګړه هم پاکستانيان رهبري کوي.

خو طالبانو ادعا کړې چې په ډنډ غوري کې عمليات له ماتې سره مخ شوي او دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ډنډغوري د بغلان له مرکز پلخمري ښار څخه شاوخوا دوه کيلومتره واټن لري او نفوس يې ٣٠ زره کسان اټکل شوی او ياده سيمه له تېرو نهو مياشتو راهيسې د طالبانو تر ادارې لاندې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.