ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت د غلام خان لارې له ترانزيټي کېدو سره توپيري چلند کوي”

“حکومت د غلام خان لارې له ترانزيټي کېدو سره توپيري چلند کوي”

author avatar
4 Feb 2016 - 12:27
“حکومت د غلام خان لارې له ترانزيټي کېدو سره توپيري چلند کوي”
author avatar
4 Feb 2016 - 12:27

خوست ښار (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٤): د خوست دولتي چارواکي، سوداګر او ځيني نور خلک وايي چې د مرکزي دولت ځيني لوړپوړي چارواکي د توپيري چلند له مخې نه غواړي د خوست- غلام خان لاره عملي ترانزيټ شي.

د دې لارې د ترانزيټ حکم پخواني ولسمشر حامد کرزي په ۱۳۸۱ هجري لمريز کال کې ورکړی و، خو د ناڅرګندو لاملونو له امله دې لارې تر اوسه عملي ترانزيټي بڼه نه ده خپله کړې.

شاوخوا دوه کاله وړاندې د دې لارې د عملي ترانزیټ لپاره په غلام خان بندر کې د ۲۵۰ ميليونو افغانيو په لګښت د ګمرک او کميسارۍ تاسيسات جوړ شول، خو پرته له ګټې اخيستنې تشې ودانۍ ولاړې دي.

د دې تر څنګ د ۵۴۵ ميليونو افغانيو په لګښت د خوست ښار او غلام خان تر منځ غځېدلی ۳۵ کيلومتره سړک هم په پاخه او بنسټيز ډول جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی.

د غلام خان لارې عملي ترانزيټ د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له رامنځته شوي حکومت څخه د خوست د خلکو له بنسټيزو غوښتنو ګڼل کېږي چې په اړه يې تل د عملي ګامونو د اخيستو غوښتنه کړې ده.

د خوست د سوداګرۍ او صنايعو خونو رييس نواب اميرزي پژواک اژانس ته وويل چې ځيني لوړپوړي دولتي چارواکي د خپلو شخصي ګټو او توپيري چلند له مخې دې موضوع ته ارزښت نه ورکوي.

نواب اميرزي په دې برخه کې د چا نوم وانه خيست، خو ظاهراً يې اشاره د ماليې او سوداګرۍ وزارتونو پخوانيو وزيرانو ته وه، چې نه يې غوښتل خوست پر سوداګريز مرکز بدل شي.

اميرزي زياته کړه: ((بې شمېره غوښتنې مو کړې دي. چارواکو تل ژمنې راسره کړې، خو هېڅ عملي اقدام يې نه دی کړی. ځيني کسان دا وېره لري چې که د غلام خان لاره ترانزيټ شي، د تورخم پر بندر منفي اغېز کوي.))

هغه وويل چې دواړو ولسمشرانو د ټاکنيزو منډو ترړلو پر مهال د ځينو نورو عمده پروژو تر څنګ د يادې لارې د ترانزيټ ژمنې کړې وې، خو له دې امله چې خوستوال په سياسي بهير کې لوړپوړي چارواکي نه لري، په اقتصادي وده او پراختيا کې برخه نه ورکول کېږي.

په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځو پر ضد د پاکستاني پوځيانو د عملياتو له امله چې وزيرستانيان يې هم بې کوره کړل، دغه لاره په بشپړ ډول تړل شوې ده.

سوداګر الف خان منګل پژواک اژانس ته وويل، نه يواځې ترانزيټ نه شوه، بلکې پاکستاني پوځيانو له تېر يو نيم کال راهيسې د سپرليو پر موټرو سربېره باروړونکو موټرو ته هم پرې د تېرېدو اجازه نه ورکوي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ له مرکزي دولت څخه جدي غوښتنه کوو چې زموږ دا ستونزه حل کړي. اوس خپل مالونه پر تورخم راوړو او په رالېږد يې دوه برابره زيات لګښت کېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.