کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۴) : د افغانستان وتلی سندر غاړی او د هنرمندانو د اتحادیې مشر حیات ګردیز د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهدنګ وزارت د ځوانانو مرستیال او د لوی پکتیا د شورا غړی ډاکتر کمال سادات د سلواغې په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې پر حیات ګردیزي نن د زړه حمله راغلې وه.
هغه زیاته کړه، چې ګردیزی په بیړني توګه کابل کې روغتون ته یوړل شو، خو په روغتون کې یې ساه ورکړه.
ډاکټر کمال سادات د لویې پکتیا او اړونده وزارت په استازیتوب د حیات ګردیزی پر مړینه غمرازي څرګنده کړه او د هغه مړینه یې د هېواد د هنر او فرهنګ لپاره ستره ضایعه وبلله.
حیات ګردیزی ۶۱ کاله مخکې د پکتیا ولایت په احمد اباد ولسوالۍ کې زیږیدلی و . هغه په ۱۸ کلنۍ کې پر سندرو ویلو پیل کړی و، لومړی یې په حجرو او مجلسونو کې شوقي سندرې ویلې ، خو وروسته یې راډیو تلویزیون ته مخه کړه.
ډاکټر کمال سادات وایي، چې هغه په سلګونو بیلا بیل ملي، حماسي، سیمه ییز او وطني سندرې ویلي دي او د اتڼ سندرې یې ډېرې مشهورې وې.
هغه له تیرو څو کلونو راهیسې دافغانستان د هنرمندانو د اتحادیې رییس هم و.
د حیات ګردیزي د جنازې مراسم د جمعې په ورځ د سلواغې په ۱۶مه، د کابل ښار په عیدګاه کې ترسره کیږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن