کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٤): وروسته له هغه چې د ارګ د تشريفاتو رييس پرون په کندهار کې ددغه ولايت د ولايتي شورا له رييس سره شخړه کړې وه، ولسمشر اشرف غني هغه له دندې لرې کړ.
له ارګ څخه د سلواغې په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون کندهار ته د ولسمشر د سفر په جريان کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د تشريفاتو مسوول د کندهار د يوه مشر پر وړاندې عکس العملي او ناسم چلند وکړ، چې ولسمشر له دې چلند څخه متاثر شو.
سرچينې زياته کړې، دا چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د هر افغان او په ځانګړي ډول د تاريخي کندهار د مشرانو عزت، شان او درناوی خپل عزت بولي، په همدې دليل ولسمشر دغه حکومتي مسوول له کار څخه لرې کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر ټينګار کوي چې حکومت د خلکو خادم او خدمتګار دی او له دې امله ټول حکومتي کارکوونکي بايد د خلکو تر منځ ارتباطي پول، خلکو او په ځانګړي ډول د هېواد مشرانو ته د درناوي عالي نمونې وي.
پرون کندهار ته د ولسمشر د سفر پر مهال د غونډې په جريان کې د ارګ د تشريفاتو د رييس نسيم شريفي او د کندهار د ولايتي شورا د مشر حاجي سيد جان خاکرېزوال تر منځ شخړه وشوه او خاکرېزوال له غونډې ووت.
شخړه د غونډې په نيمايي کې په اجنډا کې د احمدشاه سپر په نوم د يوه ويناوال د نوم د نه شاملولو پر سر وشوه.
يوې باوري سرچينې پژواک خبري اژانس ته ويلي و ، د ارګ د تشريفاتو رييس محمد نسيم شريفي غوښتل د کندهار يو مدني فعال احمد شاه سپر د ويناوالو په ليست کې شامل کړي، خو د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال يې مخالفت کاوه.
احمدشاه سپر د کندهار د مدني فعالانو له ډلې څخه دى، چې د ټاکنو پر مهال د تحول او تداوم ټيم غړى و او تل په خپلو تبصرو او څرګندونو کې په اداره کې د فساد او نورو ستونزو په اړه نيوکې کوي.
دغه سرچينه وايي، د دواړو لورو تر منځ شخړه هغه مهال په فزيکي چلند بدله شوه چې د ولايتي شورا رييس د ارګ د تشريفاتو رييس ته څو ځلې بد رد وويل او هغه يې عکس العمل ښودلو ته مجبور کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن