ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او چين ترمنځ د اورګاډي ليکې غځولو سند به ډېر ژر لاسليک شي

د افغانستان او چين ترمنځ د اورګاډي ليکې غځولو سند به ډېر ژر لاسليک شي

author avatar
6 Feb 2016 - 19:44
د افغانستان او چين ترمنځ د اورګاډي ليکې غځولو سند به ډېر ژر لاسليک شي
author avatar
6 Feb 2016 - 19:44

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٤): د هېواد ولسمشر محمداشرف غني د چين هېواد له سفير سره د ليدو پر مهال د افغانستان د سولې په ټينګښت کې د دغه هېواد رول له ارزښته ډک بللى دى.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر نن له غرمې وړاندې په کابل کې د چين هېواد له سفير ښاغلي يو جينګ سره ليده کاته کړي دي.

سرچينې زياته کړې، په ارګ کې په دې ترسره شوې ناسته کې د چين هېواد سفير د ياد هېواد د ولسمشر نېکې پېرزوينې ولسمشر غني او افغانانو ته وړاندې کړې.

د چين سفير وويل چې افغانستان ته د چين مرستيال ولسمشر له سفر وروسته د افغانستان په اړه د چين د مشرتابه تصور مثبت بدلون کړى او ترڅنګ يې له چين څخه د ولسمشر اشرف غني له لومړني سفر وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ په سياسي، اقتصادي، امنيتي او د خلکو تر منځ د اړيکو په ډګرونو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.

نوموړي په يادو برخو او د اورګاډي پټلۍ د رغولو د عملي کار د پيل په موخه، چې افغانستان له چين هېواد سره نښلوي؛ د ولسمشر غني د غوښتنې په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې په دې اړه به د همکارۍ سند په نږدې راتلونکي کې لاسليک شي، څو افغانستان له يادې لويې لارې برخمن شي.

نوموړي زياته کړه چې د سولې خبرو اترو د ميکانيزم د څلور اړخيزې ناستې د غړي په توګه د سولې د ټينګښت او جګړې د پاى ته رسېدو لپاره د افغان دولت له هلو ځلو ملاتړ کوي.

د چين سفير څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ سفرونه، د فکرونو د فکرونو بدلون او ټولنيز خوځښتونه د افغانستان او چين تر منځ اړيکو او همکاريو د زياتوالي لامل کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز ولسمشر غني له افغانستان سره د چين دولت او خلکو له نېک نيت او همکاريو مننه وکړه او ويې ويل، هيله لري چې د چين هېواد نور لوړپوړي چارواکي هم له افغانستان ليدنه وکړي.

ولسمشر غني د افغانستان د سولې څلور اړخيزه خبرو اترو په چوکاټ کې د چين هېواد رول مهم او ارزښتمن وباله او په بېلابېلو ډګرونو په ځانګړي ډول د سولې په پروسه کې يې د چين هېواد همکاريو غوښتنه وکړه.

د هېواد ولسمشر وويل: “بشپړ ډاډ لرم چې د دواړو هېوادونو تر منځ دغه ملګرتوب له هر بل وخت څخه پياوړى دى او د دواړو هېوادونو د وګړو په ګټه دى.”

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.