ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شهزاده مسعود: هېواد د سياسي بحران پر لور روان دى

شهزاده مسعود: هېواد د سياسي بحران پر لور روان دى

author avatar
6 Feb 2016 - 10:59
شهزاده مسعود: هېواد د سياسي بحران پر لور روان دى
author avatar
6 Feb 2016 - 10:59

کابل  (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٤): د مخکني ولسمشر سلاکار وزير، شهزاده مسعود وايي چې د ملي يووالي حکومت د دوو کلونو لپاره جوړ شوى و، اوس يې وخت بشپړېږي، خو حکومت تر اوسه د لويې جرګې د رابللو لپاره هېڅ تيارى نه دى نيولى.

د ولسمشر اشرف غني او اجرائيوي رییس ډاکتر عبدالله تر منځ د ملي يووالي حکومت د هوکړې په يوه ماده کې راغلي چې دوه کاله وروسته به دوى لويه جرګه راغواړي او په اساسي قانون کې د بدلون به راوستو سره به د اجرائيه رياست پوست پر صدراعظمۍ بدلوي.

خو شهزاده مسعود وايي، د ملي يووالي حکومت د دوو کلونو پوره کېدو ته يواځې شپږ مياشتې پاتې دي، خو تر اوسه يې مشران د لويې جرګې رابللو لپاره هېڅ اقدامات نه دی کړی.

نوموړي د سلواغې په ١٧مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل، که چېرې دوى سر له اوسه لويه جرګه را ونه غواړي، نو هېواد به د اقتصادي او نظامي بحران تر څنګ له سياسي بحران سره هم مخ شي.

ده زياته کړه: ((کله چې د ملي يووالي حکومت دوه کاله بشپړ شي او له هغه وروسته دوى لويه جرګه را وغواړي يا د حکومت موده تمديد کړي، نو دا به غير قانوني کار وي او حکومت به خپل قانوني حيثيت له لاسه ورکړي.))

د قومونو او قبايلو په چارو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه سلاکار د سولې پروسې ته په اشارې سره وويل چې په تېرو ١٢ کلونو کې د سولې ډېرې هڅې شوې، خو کومه پايله يې نه ده ورکړې.

د هغه په وينا، څو پورې چې امريکا او پاکستان د سولې په پروسه کې رښتينې هڅې ونه کړي او قوي اراده ونه لري، د سولې هېڅ پروسه نه بريالۍ کېږي.

شهزاده مسعود وايي چې له يوې خوا د سولې څلور اړخيزې غونډې روانې دي او له بلې خوا امريکايي جنرالان او مشران په افغانستان کې د خونړيو جګړو وړاندوينې کوي.

ده زياته کړه: ((دوى د شخصي ګټو لپاره دا ډول تبليغات کوي.))

نوموړي د ټولو ستونزو او شخړو هوارى په دوديزه لويه عنعنوي جرګه کې ويني او له حکومته غواړي چې ژر تر ژره دې په دې برخه کې لاس په کار شي.

شهزاده مسعود وويل چې حکومت دې د لويې جرګې لپاره يو با صلاحيته کمېسيون وټاکي او هغه ملي مشران دې جرګې ته را وغواړي چې د دغه هېواد د ستونزو د هواري وس لري.

د هغه په وينا، لويه عنعنوي جرګه د ملي يووالي لا ټينګښت، د قانون حاکميت او تلپاتې سوله کې مهم رول لوبوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.