غزني- لښکرګاه (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۴): امنيتي چارواکي په غزني او هلمند ولايتونو کې د ٢٢ طالبانو د وژلو او د نهو نورو د ټپي کېدو ادعا کوي.
په غزني کې د کابل- کندهار د لويې لارې قوماندان لومړي څارن محمد مبارز سالنګي د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن له غرمې مخکې د کابل- کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د عاشقوالو په سيمه کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد وکړ.
هغه وايي، بريد نيم ساعت دوام وکړ چې له امله يې دوه طالبان ووژل شول او شپږ نور ټپيان دي.
ده زياته کړه: ((دغو طالبانو غوښتل چې په دې سيمه کې د کابل- کندهار لويه لار د خلکو پر مخ وتړي، خو موږ اجازه ورنه کړه.))
د سالنګي د معلوماتو له مخې، په بريد کې دوه ميله وسله او دوه موټرسايکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د نوموړي په وينا چې په دې پېښه کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د عاشقوالو سيمې یوه اوسېدونکي ميرزاخان پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې امنيتي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي دي.
دى وايي: ((ما امبولانس ولیده چې زخمیان يې ور پورته کړل، خو دا چې څو کسه وو، نه یم خبر.))
د ده په خبره، د طالبانو هم یو څو کسان ټپیان شوي وو چې له سیمې څخه يې بيولي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه راز د يوه بل خبر له مخې، په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي پژواک ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو په موسى کلا او مارجې ولسواليو کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ٢٠ طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن