ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې يوتن  طالبانو ته د سلګونو سيم کارتونو د لېږد په تور ونيول شو

هرات کې يوتن طالبانو ته د سلګونو سيم کارتونو د لېږد په تور ونيول شو

author avatar
8 Feb 2016 - 16:40
هرات کې يوتن  طالبانو ته د سلګونو سيم کارتونو د لېږد په تور ونيول شو
author avatar
8 Feb 2016 - 16:40

 هرات ښار ( پژواک،١٩سلواغه ٩٤ ): پوليسو يو تن طالبانو ته د مخابراتي شبکو د سلګونو سيمکارتونو د لېږد په تور د هرات هوايي ډګر کې ونيو.

د هېواد لوېديځ کې د ٧٠٥ سرحدي زون قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول احسان علومي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد تن  غوښتل څو د روشن او ام ټي ان مخابراتي شبکو ٤٠٠ سيم کارتونه د هرات هوايي ډګر له لارې د بادغيس بالامرغاب ولسوالۍ کې طالبانو ته ولېږدوي، چې نيول شوى دى.

علومي زياته کړه چې نيول شوى تن، د بادغيس ولايت اوسېدونکى دى او دنده يې اخيستې وه څو له راجستر پرته سيمکارتونه د دولت وسله والو مخالفينو ته ور وړي .

 د علومي په وينا، دې تن په خپل جرم اعتراف کړى دى.

نيول شوي تن  له رسنيو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.