ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې ۳۵ ټولګټې پروژې بشپړې شوې

په بلخ کې ۳۵ ټولګټې پروژې بشپړې شوې

author avatar
8 Feb 2016 - 13:50
په بلخ کې ۳۵ ټولګټې پروژې بشپړې شوې
author avatar
8 Feb 2016 - 13:50

مزارشريف (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۴): په بلخ ولايت کې د کليو پراختيا رياست له خوا د ملي پيوستون د پروژو په لړ کې ۳۵ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.

د شمال زون د ملي پيوستون د پروسې مطبوعاتي مسوولين وايي چې دغه پروژې د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې بشپړې شوې چې ۲۹ کلي به ترې ګټه واخلي.

د شمال زون د ملي پيوستون پروسې مطبوعاتي مسوول فريداحمد سعادت د سلواغې په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې پروژې د کليو پراختيا وزارت له خوا د ۶۵ ميليونه ۷۵۱ زره او ۸۲۰ افغانۍ په لګښت جوړې شوې چې لس سلنه برخه په کې د سيمې د اوسېدونکو ده.

نوموړي زياته کړه چې په يادو ۳۵ پروژو کې د دوو ټولنيزو مرکزونو ودانۍ، د اوبو څښلو ۳۵ څاګانې، د څښلو د اوبو ۱۳ سرپټې ذخيرې او د ۴۴۴ متره استنادي دېوال جوړېدل شامل دي.

همداراز په دغو پروژو کې  پر څه باندې ۵۵ کيلومتره سړک جغل اچونه او په اوږدو کې يې د ۲۷۲ پلګوټو جوړېدل هم شامل دي.

فريد احمد وويل، دغه پروژې چې د يو کال په اوږدو کې بشپړې شوې، د دولت اباد ولسوالۍ د ۲۹ کليو ۱۱۸۵۹ کورنۍ ترې ګټه اخلي.

د دولت اباد اوسېدونکي محمد کريم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياده ولسوالۍ کې د دغو پروژو په لړ کې د فرعي سړکونو د جوړېدو له امله د خلکو د تګ راتګ ستونزې حل شوې دي.

د شمال زون د ملي پيوستون د پروسې مطبوعاتي مسوول سعادت وويل چې په بلخ ولايت کې ۹۳۴ کلي د ملي پيوستون پروسې تر پوښښ لاندې راغلي دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغه ولايت کې تر دې دمه ۲۱۳۹ پروژې بشپړې شوې او ۱۵۰ نورې تر کار لاندې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.