ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو د مرکزي شورا غړى ملا حسن رحماني مړ شوى

د طالبانو د مرکزي شورا غړى ملا حسن رحماني مړ شوى

author avatar
9 Feb 2016 - 09:04
د طالبانو د مرکزي شورا غړى ملا حسن رحماني مړ شوى
author avatar
9 Feb 2016 - 09:04

کابل (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٤) : د وسله والو طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کندهار والي او د دوى د مرکزي شورا غړى ملا حسن رحماني د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوى دى.

وسله والو طالبانو ته نږدې سرچينې د سلواغې په ٢٠مه، ويلي چې ملا حسن رحماني تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې هغه په دې وروستيو کې د تور زېړي پر ناروغۍ اخته شوى و او د پاکستان د کراچۍ ښار د پټيل په نامه روغتون کې يې ساه ورکړې ده.

ملا رحماني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د سوېلي زون تنظيميه رييس او د کندهار د والي په توګه يې دنده ترسره کړې وه.

نوموړى اوس مهال د طالبانو د رهبرۍ شورا غړى و او هغه وخت په رسنيو کې مشهور شو، چې د ملا عمر تر مړينې وروسته د طالبانو له نوي مشر ملا اختر منصور سره يې له بيعت کولو انکار وکړ.

خو تر خبرو اترو وروسته تېره مياشت طالبانو اعلان وکړ چې ملا حسن رحماني خپل اختلافات ختم او له ملا منصور سره يې بيعت کړى دى.

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار وايي، چې ملا رحماني د طالبانو په منځ کې ډېر مهم کس و او د هغه مړينه به د طالبانو لپاره لويه ضايعه وي.

هغه وايي چې نوموړي ته د سولې په خبرو کې هم د رول د ورکول کېدو پلان و، خو په دې اړه يې نور معلومات نه درلودل. 

ديادونې وړ ده چې ملا رحماني د اسلام اباد د سولې په لومړي پړاو خبرو کې برخه اخيستې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.