کابل(پژواک ۲۰ سلواغه): د کابل ښار د پنځلسمې امنيتې حوزې اړوند د هوا پېژندنې پر سړک د مقناطيسي ماين چاودنه وشوه، خو تر اوسه يې د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دى ورکړل شوى.
د پوليسو د ١١٩ شمېرې مسوول همايون عيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن سهار څه کم اته بجې د برېښنا يوې ستنې ته نږدې شوې ده.
دى وايي چې د مرګ ژوبلې په اړه يې دا مهال معلومات نه لري.
په سيمه کې عيني شاهد مختار فيضي وايي، دغه ماين پر هغه دستګاه چې له لارې يې ګرځنده ټېلېفونونو ته پيسې (کرېډيت) لېږدول کيږي، نښول شوی و.
هغه زياتوي چې د چاودنې له امله ياده دستګاه له منځه تللې او د نږدې ودانيو ښېښې هم ماتې شوې دي.
دى وايي، چې سيمه دا مهال د پوليسو له خوا کلابند شوې ده.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى .
په دې سيمه کې شاوخوا څلور مياشتې مخکې هم د مقناطيسي ماين چاودنه شوې وه او څو تنه يې ټپيان کړي و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن