ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“رسنۍ به د خپل جواز له تجديد پرته وتړل شي”

“رسنۍ به د خپل جواز له تجديد پرته وتړل شي”

author avatar
9 Feb 2016 - 19:45
“رسنۍ به د خپل جواز له تجديد پرته وتړل شي”
author avatar
9 Feb 2016 - 19:45

کابل (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٤): د "خصوصي ټوليزو رسنيو کميسيون" وايي، که چېرې رسنۍ تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې خپل جوازونه تجديد نه کړي، نو دوه برابره جريمه به ورباندې وضعه شي.

تر اوسه پورې د هېواد په کچه له زرو زياتو رسنيو د فعاليت جواز ترلاسه کړى، خو له تېرو دوو مياشتو راهيسې چې د خصوصي ټوليزو رسنيو د فعاليت او رامنځته کېدو مقرره جوړه شوې، ډېر کم شمېر رسنيو خپل جوازونه نوي کړي دي.

د دغه کميسيون چارواکي وايي، که چېرې دغه رسنۍ تر شپږمې مياشتې پورې خپل جوازونه تجديد نه کړي، نو د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به د دوى فعاليت واخلي او رسنۍ به تړي.

د خصوصي ټوليزو رسنيو مشر خپلواک ساپي نن په خبري ناسته کې وويل، پر ټلويزيونونو ٥٠زره افغانۍ، کېبلي شبکو باندې ٤٠زره، اف ام راډيوګانو ٢٥زره، لنډمهاله خپرونو او چاپي رسنيو باندې د جواز لس زره افغانۍ  ماليه راځي، چې خپل جوازونه بايد په راتلونکو شپږو مياشتو کې تجديد کړي.

هغه ګواښ وکړ: "که چېرې رسنۍ تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې خپل جوازونه نوي نه کړي، نو دوه برابره جريمه به ورباندې وضع شي."

دا په داسې حال کې ده، چې د ټوليزو رسنيو د فعاليت او رامنځته کېدو د څرنګوالي مقرره؛ په ٤ فصلونو او ٤١ مادو کې د روان کال لړم مياشتې په ١٦مه د عدليې وزارت په رسمي جريده کې خپره شوه، چې له دې وروسته د رسنيو ټول مالکان د يادې مقررې پر پلي کولو مکلف دي.

ياده مقرره، د روان کال د زمري په ٢١مه د حکومت د کابينې په غونډه کې چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ تر سره شوه، تصويب شوه، خو د افغانستان د ژورناليستانو د ملي ټولنې د چارواکو په وينا، د دې مقررې په خپرېدو سره تر اوسه کومې رسنۍ په يادې مقررې عمل نه دى کړى.

په دغه مقرره کې د رسنيو د کارکوونکو د قراردادونو تنظيم، بيمې حق، د ټپي کېدو له امتيازونو برخمن کېدو، وژل کېدو، معلوليت او معيوبيت، د تقاعد حقونو، رخصتۍ، اضافه کاري، معاش ته د انتظار حالت او دا ډول نورو مواردو په اړه خبرې مطرح شوې دي.

په نننۍ غونډه کې د ژورناليستانو د حقونو او د ټوليزو رسنيو د دريځ په اړه هم خبرې اترې وشوې.

د خصوصي ټوليزو رسنيو کميسيون مشر وويل، له مقررې سره سم د کارکوونکو معاشونه بايد پر خپل وخت ورکړل شي، ځکه ځينې رسنۍ شته چې خپلو کارکوونکو ته يې د څلورو مياشتو معاشونه هم نه دي ورکړي.

هغه زياته کړه، په مقرره کې راغلي چې هر کال د ژورناليستانو په معاشونو کې بايد په تدريجې ډول زياتوالى راشي. دغه راز د لايحې پربنسټ، که چېرې کوم خبريال سفر باندې ځي، نو د سفر حقونه يې بايد ورکړل شي، څوک چې جګړه ييزو سيمو ته ځي او له هغو ځايونو راپور ورکوي، نو بايد خپل کاري حقونه ورته ورکړل شي.

ساپي زياته کړه، په مقرره کې راغلي چې د رسنيو مدير حق نه لري، چې کوم خبريال له قرارداد وړاندې له کوم موجه دليل پرته له کاره وشړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.