ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر: ٢٠١٦ د ملي ثبات د ټينګښت کال دى

اتمر: ٢٠١٦ د ملي ثبات د ټينګښت کال دى

author avatar
10 Feb 2016 - 18:10
اتمر: ٢٠١٦ د ملي ثبات د ټينګښت کال دى
author avatar
10 Feb 2016 - 18:10

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٤): د ملي امنيت سلاکار د روسيې له سفير سره په کتنه کې ويلي چې روان زېږديز کال په افغانستان کې د ملي ثبات د ټینګښت کال دی.

نوموړى په داسې حال کې دا څرګندونې کړې چې د امريکا د ملي امنيت ادارې مشر جيمز کلپر ويلي چې طالبان د سولې خبرو ته لېوال نه دي او د افغانستان حکومت به په روان زېږديز کال کې له سياسي سقوط سره مخ شي.

د ملي امنيت شورا له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر نن په کابل کې د روسیې له سفیر الکساندر مانتسکي سره وکتل.

په دې ليدنه کې د داعش پر وړاندې د مبارزې په نړيوال ايتلاف کې د افغانستان پر ګډون، د سولې د ټينګښت لپاره د څلور اړخیزو د درېیمې ناستې پر جزئیاتو او همدارنګه په دوه زره شپاړسم زېږديز کال په هېواد کې د ملي ثبات د تامين لپاره د افغانستان د دولت پر پالیسۍ او تګلارو خبرې وشوې.

د ملي امنیت سلاکار وويل: ((د افغانستان دولت د داعش په شمول د ټولو سیمه ییزو او نړيوالو ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي مبارزې ته ژمن دی او د داعش پر خلاف په نوي نړيوال ايتلاف کې د افغانستان ګډون به د دې شومې پدیدې پر وړاندې د افغان دولت مبارزې ته لا ډېر قوت ورکړي.))

دى زياته کړه چې د ملي یووالي حکومت به په روان ٢٠١٦ میلادي کال کې د خپلو نړيوالو متحدینو په همکارۍ د موثرو اقتصادي او امنیتي تګلارو په تطبیق سره خپل هېوادوال پر دومداره ملي پایښت او ثبات باورمند کړي.

د روسیې سفیر وويل  چې هېواد یې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د افغانستان د پرېکندې مبارزې او تګلارې ستاینه کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

د هغه په وينا، هېواد يې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د نظامي تجهیزاتو د همکارۍ پر ژمنې ولاړ دی او د ژمنه شوو تجهیزاتو یوه برخه په نږدې راتلونکي کې کابل ته را ورسېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.