مزارشريف (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۴): د کورنيو چارو وزارت مسوولين وايي چې د زونونو په کچه امنيتي مسوولين به د دغه وزارت د وزير په کچه صلاحيتونه ولري.
د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ د برخې مرستيال پاسوال مسعود احمد عزيزي دغه څرګندونې په مزارشريف کې د شمال د ۷۰۷ پامير زون د نوي قوماندان د پېژندنې په وياړ غونډه کې وکړې.
لوی پاسوال بابه جان له کابله د کورنيو چارو وزارت د راغلي پلاوي له خوا د سلواغې په ۲۱مه د يوې غونډې په ترڅ کې د بلخ دولتي او امنيتي ارګانونو ته د شمال زون د پنځو (سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان او فارياب) ولايتونو د امنيتي قوماندان په توګه ور وپېژندل شو.
لوی پاسوال بابه جان له دې وړاندې د بدخشان د امنيې قوماندان او له هغه وړاندې د شمال زون د نهو ولايتونو لپاره د ۳۰۳ پامير زون د قوماندان په توګه دندې ترسره کړې دي.
د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ برخې مرستيال پاسوال مسعود احمد عزيزي يادې غونډې ته د خبرو په اوږدو کې وويل چې د زونونو په کچه د امنيتي قوماندانيو له جوړېدو يې موخه د کورنيو چارو وزارت د صلاحيتونو لېږد دی.
نوموړي زياته کړه چې د ۷۰۷ پامير زون قوماندان به په شمال زون کې هغه ټول امنيتي صلاحيتونه ولري، کوم چې د کورنيو چارو وزير لري.
د هغه په وينا، دوی په تمه دي چې ورته بدلونونه به په ټول هېواد کې د امنيتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ راوستو او د نا امنۍ په له منځه وړو کې مثبت اغېز ولري.
د شمال د ۷۰۷ پامير زون نوي قوماندان جنرال بابه جان وويل چې د ناټو ځواکونو په وتلو له وسله وال دښمن سره د افغان ځواکونو په پوره توګه ښکېلتيا؛ نوې تجربه وه.
نوموړي زياته کړه چې په تېر کال کې دښمن هڅه وکړه چې د شمال زون د ځينو ولسواليو په نا امنه کولو، د لويو لارو په بې ثباتۍ سره پر افغان ځواکونو فشار راوړي چې بريالي نه شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن