ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې جګړه روانه ده

د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې جګړه روانه ده

author avatar
10 Feb 2016 - 11:56
د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې جګړه روانه ده
author avatar
10 Feb 2016 - 11:56

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۴): د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې له نن سهار راهيسې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ جګړه روانه ده.

د ميدان وردګو د والي وياند توريالي همت پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو نن سهار د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه د "توپان يو" په نوم چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

 ده وويل چې دغه عمليات به په دې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو تر ځپلو کېدو دوام ولري.

دى وايي چې د عملياتو پر مهال د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه راپور نه دى ورکړل شوى.

د دې ولسوالۍ د ده حيات سيمې اوسېدونکي محمدرحيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې په دې سيمه د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ جګړه پيل شوې او تر اوسه ( له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې)  روانه ده.

هغه وويل: "له کورونو نه شو وتلای، د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کيږي؛ د دوو، درېيو درنو چاودنو غږونه هم واورېدل شول، د تلفاتو په اړه يې موږ ته معلومات نه کېږي."

د وسله طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې په دې جګړه کې د دولتي ځواکونو يو ټانک په ماين الوځول شوى او په کې سپاره کسان وژل شوي دي.  

خو د والي وياند توريالى همت د مجاهد دغه څرګندونې ردوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.